په هامبورگ کې د افغانستان دوولسم سمينار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12767
ډاکتر يحيی وردک
دخبریدو نیټه : 2007-06-03

بلنليک

په بن کې د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک) او د سياسي زده کړو ټولنه په هامبورگ کی تاسو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي.
دغه سيمينار د جولای د پنځلسمې نېټې څخه تر نولسمې نېټې پورې د دولسم ځل لپاره او په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.
ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې مېشتو افغانانو د ژوند او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای شي.
د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بېکا انو دپاره پنځوس يورو ده. خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بېکارانو دپاره شل يورو ده.
موږ د آلمان د حکومت په مرسته ټول د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو.
د سيمينار ژبه لماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!
د گډون کولو په صورت کې موږ ته  دگډون فورمه ډکه او راولېږۍ.
که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په لاندی  پته راسره اړيکې ټينگې کړئ:

په د نښت
ډاکتر يحيی وردک او اماديس هيمپل
د بن ښار، ١٩.٦.٢٠٠٧      

د سمینار ځای:   
12.Hamburger- Afghanistan-Woche
Afghanisch-Deutsche Begegnungen
Ein Wochenseminar  mit Kinderbetreuung
BILDUNGSURLAUBSSEMINAR VON 15. BIS 19. JULI  2007
im Jugendheim Lichtensee, Moorweg 41, 22955 Hoisdorf bei Hamburg
Tel./Fax: 04107/379737, www.jugendheim-lichtensee.de