د اصف ننګ په اړه د ختيځ زون دخبريالانو اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12784
جعفرهاند
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

دختيزې سيمي ليکوالو او ژو نالستانو خپلواکې ټولنې اعلاميه
د چنګاښ ديارلسمه ١٣٨٦ جلال اباد

دختيزې سيمې ليکوالو او ژو نالستانو خپلواکه ټولنه د ليکوال ،ژورنالست او دپارلماني چارو وزارت وياند محمد اصف ننګ نيونه د هيواد د م طبوعاتو او بيان دازادئ خلاف عمل بولي او دغه راز پرنوموړي باندې لګول شوي تورونه له وخته مخکې بولې .
ټولنه ددې غوښتنه کوي چې استخباراتي ادارې دې له کره او باوري شواهدو پرته پر ژورنالستانو دا ډول تورونه نه پورې کوې ، له خپلواکو رسنيو هم په کلکه غواړو چې ناسم معلومات خپاره نکړي ځکه ددوې دا ډول خبرونه خپرول هم د مطبوعاتو له قانون نه څرګند سرغړاوى دى.
د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو ټولنه دغه راز له افغان دولت او په ځانګړې توګه له ولس مشر حامد کرزي نه غوښتنه کوي چې ښاغلې ننګ را خوشې او د هغه اړوند دوسيه دې د سپيناوي لپاره د رسنيو د سرغړاوي خپلواک کميسون ته وسپاري.
 دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې مشرتا به