د افغان ولسپال ځوانانولخوا،ولسمشرکرزي دي ولولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12787
نظيفه غزل
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

 د ولسمشر کرزي په نوم پرانستی يک

زه يې چا لره وهــم قدر يې چازده
 په اور وسوځــــــه داتورې قلمونه

 س امونه ولسمشره!
 دنظار شورا که نه واى کېداى شواى دا سلام مو هم نه واى درته کړى، ځکه تا خو پښتنو ته داسې کوم کار ونه کړ چې هغوى يې له وريادېدلو سره ته ور په زړه شې .
 ښاغلى ولسمشره!
 موږ په کومه ځانګړې مسله درسره خبرې نه کوو بلکه بيا هم يوه عادي خبره ده او هغه هم پښتون وهل شوى، سپک شوى او ځورول شوى دى .
 ته به ځکه ښه خبر يې چې ملي امنيت يا په اصلاح دپنجشېريانو او نظار شورا لنډه غرو داصف ننګ په نيولو کې ته پوښتلى وې، لومړى يې هغه ليکنه درته په مېز اېښې وه چې ته پکې ستا دخپلې انګېرنې له مخې سپک شوى وې اوبيا يې درته وي ي وو چې دې سړي ستا سپکاوى کړى دى نو بايد ونيول شي .
 تا هم دستې امر ورکړى و او پرته له دې چې ايا دا دملي ام نيت کار دى چې ديوې مجلې چلوونکى بې له دې چې قانوني مراحل پلي شي يانې لومړى دليکنې ليکوال، بيا په ويب کې خپ ونکى او په درېيم ګام کې وار ننګ ته رسېږي چې بايد ونيول شي خو هغه هم درسنيو دڅار دکمېسيون له لوري نه دملي ام نيت لخوا .
 خو تا له دې ټولو پرته دهغو په نيولو باندې ورسره امنا وکړه اودادى نن شپږمه ورځ ده چې اصف ننګ ستا دعدالت تر سيوري لاندې دپنجشېريانو لنډغرو دکلاشنيکونو په خولو او قنداغونو باندې وهل کېږي او په ډول ډول نوم ونوباندې يادېږي .
 ښاغلى ولسمشره !
 ته به له دې هم خبر شوى يې چې په اصف ننګ پسې طلوع ، هشت صبح او ارمان ورځپاڼې څه بابولالې تړلې دي .
 که څه هم موږ نه پوهېږو ستا ددفتر يارانو به تاته هغه څه در رسولي وي چې په ننګ پسې دطلوع او دبهرنيو چارو په وزارت کې د دواکمنو شعله يانو او دګوسفنتا(سپنتا) دهشت صبح له لوري تړل شوي دي .
 ولسمشره !
 تر کومه ځايه چې موږ هغه ليکنه ولوستله نو ته هلته دامريکا دنفتو په سترشرکت يونيکال کې سهيم بلل شوى يې، خو تا به دا هم اورېدلي وي چې ننګ ته جاسوس ويل شوى دى ايا ستا به ډېر سپکاوى شوى وي او که دننګ ؟
 دا اسانه ده چې يو څوک يو چاته په يو شرکت کې سهيم ووايي او کېداى شي ته پکې سهيم هم يې، ولې په داسې حال کې چې ننګ يو سپېڅلى افغان او تر اوسه پورې به څوک دداسې کړنې شاهدي ور نه کړي چې ګواکې دهغه په مټ دې ننګ له اى اس اى سره وتړل شي خو بيا هم هغه جاسوس بلل کېږي .
 ته پوهېږي قانون دټولو په وړاندې يو شى دى او که نن تاته په يونيکال کې سهيم ويل شوي دي خو ننګ ستا له امله جاسوس بلل شوى او دهغه شخصيت دسپکاوي تاوان به ته ورکوي که ګوسپنتا او که طلوع يا ارمان او هشت صبح ؟
 اوس خو به لږ درته معلومه شوې وي چې کېسه ستا له سپکاوي څخه راپورته شوې ده او که دکابينې په منځ کې دښکر پر ښکر وزيرانو له غبرګونونو څخه .
 ولسمشره !
 موږ دانه وايو چې اصف ننګ دې له هرڅه پرته پرېښودل شي بلکې هغه دخپلې کړې ګناه له امله که مجازات کېږي هم پروانه لري خو که ته يې که بل هرڅوک له تاسې سره هم بايد دقانون له مخې چلند وشي .
 که څه هم تا په ننګ پسې هغسې تورونه نه دي تړلي چې رسنۍ يې خپروي ولې ددې کار اصلي لامل ته يې او ته يې بايد سزا ووينې .
 يوه بله مهمه خبره داده چې که ننګ دانصاف او عدالت له مخې نيول شوى وي نو له هغو رسنيو سره دې هم دهمدغه انصاف او عدالت په رڼا کې چ ند وشي چې ده ته يې داى اس اى جاسوس ويلى دى .
 ښاغلى کرزيه !
 يوه خبره بله هم بايد درياده کړو او هغه داچې اوس خو ملي امنيت او نورو ټولو دولتي اړوندو سرچينو هغه څه رد کړل چې رسنيو ويل، خو پوښتنه د ته ده چې رسنيو ته په ځانګړي ډول ارمان او هشت صبح ورځپاڼې او طلوع ټلوېزيون ته داخبره چا کړې وه او ولې يې سرچينه ښکاره نه شوه او که يې سرچينه ښکاره وي ولې له هغې سره حساب نه کېږي .
 خوکرزيه !
 موږ په دې خبرو پسې ځکه زيات نه ګرزو چې کله هم داسې خبرې دپښتنو په ګټه پاى ته نه دې رسېدلې دقيضيې تر پلټلو وړاندې هم پښتانه تاوان کوي او وروسته هم ولو که هر څو په حقه وي .
 ولسمشره !
 ننګ که تاته سپکاوى کړى وي دا دې ښه کار کړى دى چې پر ملي امنيت باندې دې ونيو خو هغه کسان به څه کوي چې په کابل پرس او اريانټ او داسې نورو ويبپاڼواو ان ورځپاڼو کې په تا پسې ښکنځل ليکي .
 ايا تا کله ((افغانستان دتېلو په جګړه کې ))کتاب هم لوستى کنه چې خواجه بشيراحمدانصاري ته څوک بللى يې او تا ته يې څومره ښکنځل کړي دي .
 ايا تا دحفيظ منصور ((کرزى ناخوانده امضا‌ء ميکند)) کتاب هم لوستى دى او کنه چې تا ته يې سپکاوى نه دى کړى ؟
 تاته بويه يووخت دې پيام م جاهد هم کتلې واى چې هلته ته څه بلل کېږي او ايا هلته تاته ښکنځل کېږي او کنه ؟
 دا ستا حق دى چې يو څوک په دې جرم ونيسې چې ولې يا درته سپکاوى کوي او يا ولې تاته ښکنځل کوي خو ايا دا کار يواځې بايد په پښتنو باندې پلى شي او هغه څوک چې پښتون نه وي هغه دې ور څخه خلاص وي او يا داسې سړى انګېرلاى شي چې ته دپښتنو له ښکنځلو يا سپکاوي څخه بد وړې .
 په دې کې يو بل سوچ هم سړي ته پيداکېږي او هغه دا چې داسې ښکاري ته هم له پښتنو پرته دبل چا پر وړاندې شخصيت نه لرې همدا پښتانه دي چې ته يې دشخصيت خاوند کړى يې .
 يوه بله خبره هم درته کوو او هغه دا چې فکر کوو ته په دولت کې دننه خپل شخصيت لټوې او دباندې يې په کېسه کې نه يې په داسې حال کې چې اوس نه په دولت کې دننه شخصيت لرې او نه هم تر دولت دباندې .
 دننګ له نيولو څخه خو موږ همدومره استنباط وکړ چې ته غواړي يواځې په پښتنو باندې ځان دروند وبو ې او نور که دې شاه شجاع سوم او که دې غلام حلقه بګوش امريکا او ياديونيکال درېيم سهيم بولي هغه هېڅ خبره نه ده .
 ښاغلى ولسمشره !
 ستا په کابينه کې اختلاف داصف ننګ په وهلو ټکولو او نيولو- ځورولو باندې هېڅکله هم له منځه نه ځي او بېغمه اوسه چې داصف ننګ وهل ټکول هم کېداى شي ديو چا زړه ودردوي .
 ته ولې هغه څوک نه نيسې چې په کابل کې سلګونه ميله وسله لري او تاته په رڼه ميدان دښځې ښکنځل کوې، ته ولې دپنجشېر لنډغر نه شې نيولاى چې دغلامانو غلام دې بولې .
 ته ولې هغه څوک نه شي نيولاى چې لوى څارنوال دې په عام محضر کې وهي ټکوي او تا هم و سره يوځاى ښکنځي .
 په تا که خپل شخصيت دومره ګران واى له دغو خلکو سره به دې يارانه نه کوله او ته پوهېږي چې يار له ياره پېژندل کېږي .
 ايا ته اوستا قانون يواځې دپښتنو لپاره ده او که په بل چاباندې هم دپلي کېدلو وړ دى ؟
 دنياو عدالت او انصاف دداسې ورځې په تمه !
 او :

 داسې وخت غواړو داسې وخت ته انتظار کوو موږ
 چې زور ور وژلـــــــــــــــــــــــــــى نه شي دکمزوري رڼا
 
 افغان ولسپال ځوانان،کابل