د پكتيا ادبي ټولنې اح تجاج ليك
له څه مودې راپديخوا چې د شمال ټلوالې په نسبي توګه دكرزي په شاوخوا كې ځان بېګانه احساس كړى دى ، هڅه يې كړېده _ هغه پايې او شخصيتونه چې د كرزي ريښې ټينګولى شي ، او هغه ته قوت ور بښلى شي ، يا يې ترور كړي ، يا يې وننګوي او كه دايې په وس پوره نشوه نو بدنامه يې كړي ، چې د پښتو ژبې ځوان او د ډاډ وړ ليكوال ښاغلى اصف ننګ يې تازه بېلګه ده ، د ولسمشر په امر داصف ننګ نيونه نه يوازې كرزي ته د خپلې ګوتې د لنډولو په مانا دي بلكې ، دده د سياسي مخالفينو لپاره يوه بې ځايه خو ښه پلمه په ګوتو وركوي ، كرزى صاحب چې له اوله يې د مشاور صاحبانو له دايرې څخه د باندې نظر نه لګېده ، خو اوس يې خپلو سياسي رقيبانو ته دا موقع هم په لاس وركړه ، چې دده نژدې ملګري ورته بدنامه كړي او پخپله يې د همده په وسيله وځپي ، د پكتيا ادبي ټولنه د پكتيا د ټولو ليكوالو ، شاعرانو او ژورنالستانو په استازيتوب د كرزي صاحب ددې پرېكړې غندنه كوي ، او بې له كوم قيد اوشرطه د خپل ګران ملګري (اصف ننګ ) د راخوشي كېدو غوښتنه كوي ، او له ټولو ليكوالو څخه غواړي ، چې د هغو رسنيو په وړاندې چې د ښاغلي ننګ سپكاوى يې كړى ، بې له كومو دلايلو او بې له كومې سرچينې يې هغه د جاسوس په نوم تورن كړى ، ښكاره او پرېكنده دريځ ونيسي ، كه چېرته موږ غواړو چې په راتلونكي كې مو د هر قلموال حيثيت خوندي وساتل شي ، نو بايد دا موضوع له پامه ونه غورځوو ، دغو خپلسرو خپرونو كه له يوې خوا د ژورنالېزم اصول او اخلاق له پښو لاندې كړل، دافغانستان د رسنيو قانون يې نقص كړ، له بله پلوه يې زموږ دهېواد د يوه اصيل او وطندوسته بچي نېك شهرت ته اور ورته كړ ، چې د پښتنو يكوالو د سپكاوي نه بغير بل څه تعبير ترينه نشي كېدى ، كه چېرته حكومت زموږ په دغو وړانديزنو غور ونكړي ، موږ به د پراخو لاريونونو په وسيله خپله غوښتنه په بيا بيا تكرار كړو .
د پكتيا ادبي ټولنه