================================================
د خواخوږۍ پيغام
په ب يتانياکې داوسېدونکوافغانانو ټولنه دافغانستان دپخواني پاچا اعليحضرت محمدظاهرشاه دمړيني له کبله دده محت مې کورنی٬ دافغانستان جمهوررييس محترم حامد کرزي اوپه افغانستان کې دنوموړي خواخوږوته دزړه له کومي تسليت اوخواخوږي وړاندي کوي. موږپه دې غم کې ځان شريک بولو اودرب ددرباره څخه ده ته جنتونه اودده کورنی اودوستانوته صبراولوی اجرغواړو.
په درناوي
په برتانيا کي د اوسېدونکو افغانانو له خوا
================================================
د خوشال افغانستان ټولني د غمرازۍ پيغام
خوشال افغانستان ټولنه دملت بابا اعليحضرت محمد ظاهرشاه په مړينه له خپلې خوا دغمرازۍ څ ګندونه كوي . داچې دملت بابا له خپلوهيوادوالو سره دبې كچې ميني په درلودو په خپل ابايي ټاټوبي كې سترګې دتل پاره له دې فاني نړۍ څخه پټې كړې مونږ يي په مرګ غمژن او پرفنايي اوښكي تويوو. اروا يي ښاده او يادېي تل.
په درنښت
ډاكټرخوشال قريشي د
خوشال افغانستان ټولنې مشر
================================================
بسم الله الرحمن الرحیم
دافغانستان دقومونو دملی اسلامی
شورا اعلامیه
په ډیره خواشینی سره مو خبرترلاسه کړی چی دافغانستان دملی وحد ت سمبول دسولی ع
مبردار دافغانستان خلګو مهربانه پلاراعلحضرت محمد ظاهرشاه په حق رسیدلی دی دافغاستان دقومونو ملی اسلامی
ورا دافغاستا ن په دی حساسو شیبوکی یوه ستره ضایعه بولی دلوی اومهربان خدای له درباره نه هغه ته دجنت فردوس
غوښتنه کوی اودهغه دکورنی اودهغه دملی کاروان ټولو ملګروته صبر جمیل غواړی اودشورا ټول غړی په دی ملی ماتم
کی ځا ن شریک بولی .
انا لله وانا الیه راجعون
دافغانستا ن دقومونو ملی اسلامی شورا
کابل ا
فغانستان د1386کال داسد لومړی نیټه
================================================
دملت د بابا مړینه دافغان ولس ګډ غم دۍ
هغه چا چی ټول ژوند ئ د خپل ولس په غم او خوښۍ کی ځان شر یک ګاڼه نن افغان ملت دده په م
ړینه غمجن دۍ.
هو! نن افغانان د یو داسی منل شوی مشر د مشر توب نه بی برخې شول چی تشه به ئ هیڅ کله ډ که نه شی. د
ملت بابا خداې بخښلۍ محمد ظاهر شاه په ملی او نړیواله کچه یو پیژندل شوۍ سیاسی صلحه خوښونکۍ ، ترقې غوښتونکۍ ،پر
هیواد او لسلام مین شخصیت وه.
که دده لوړ شخصیت د شلمی پیړۍ دسیاسی وتلو څیرو لکه م.ګاندی . ن. ماند یلا ، فخر
افغان خان غفارخان او … سره مقایسه شی نو هیڅ تیر وتنه نده .
د خپل هیواد سره د ملت دبابا مینه ده ته د خپلو م
لی مشر انو لکه میرویس نیکه ، لوۍ احمد شاه بابا ،حاجی جمال خان ، وزیر پا ینده خان ، وزیر فتح خان ، امیر شیر
علی خان ، امیر دوست محمد خان ، غازې ایوب خان ، وزیر محمد اکبر خان ،غازی امان الله خان ، غازی شهید نادر خان
… نه په میراث پا ته سوی وه.
به نړیو اله کچه دده لوړ شخصیت هیڅ کله هم د هیڅ چا لخوا تر سوال لاندې ندۍ را
غلۍ ، هغه ته په شرق او غرب ، اسلا مې ملکونو او نوره نړۍ کی د قدر په سترګه لیدل کیدل .
دهیواد به دننه کې د
ځینو متعصیبو او سکټا ریستې ډلو او اشخاصو نه به غیر نور د افغان ولس لوۍ اکثریت دده ۴۰کلنی ټولواکۍ ته په د
ناوی ګورې .
زه د هیواد د نورو میلونونو افغانانو په څیر د ملت دبابا د مړینې په ویر کی ځان د خپل پلا رنې هیواد نه په هجرت کی غمجن وینم .
د دوۍ درنې کورنۍ ته صبر جمیل او د ( بابا ) باک روح ته دوعا کوم چې خداۍ « ج» دی ورته جنتونه نصیب کړې ، موږ لر او بر افغان ولس ته دی ملی یوالۍ چی د ملت دبابا لویه هیله وه را په برخه شې.
حکمت الله « حکمت »
دمالمو ښار ، سویډ ن ۲۰۰۷.۰۷.۲۳
================================================
پۀ نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
پۀ خواشيني
سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغان ملت بابا اعليحضرت محمد ظاهر شاه
نن پۀ حق رسېدلی دی٠
افغاني کلتوري ټو
نه پۀ دې اند ده چې ظاهر بابا د افغانستان پۀ تاریخ کې لږ تر لږه د ٧٠ کلونو پۀ اوږدو کې يوه منل شوې څېره وه او
د ٤٠ کلونو پۀ بهير کې يې د هېواد لپاره هر اړخيزه هلې ځلې تر سره کړي دي چې د افغانستان د تاریخ زږې کرښې جوړوي٠
د ظاهر بابا پۀ واکمني کې د افغانستان اداري سیستم، روغتیایي سیستم، حربي سیستم، د ښوونې او روزنې سيستم،
سوداګري سيستم او نور نوښتونه رامنځ ته شول٠ د افغانستان د واکمني د ټینګښت لپاره يې پۀ هغه موده کې د هېواد پۀ
٢٨ ولايتونو او څو لویو ولسوالیو پۀ اډانه کې د هېوادد اداري سيستم بنسټ کېښود او هغه سيستم یې پۀ خوځښت راوست٠
د ښوونې او روزنې پۀ برخه کې يې لږ تر لږه ٥٠٠٠ ښوونځي پرانیستل چې د حبیبې لیسه، غازي لیسه، اماني لیسه، د ب
خي رابعې لیسه، د سوریا لیسه او زرهاوو نورې لیسې د هیواد پۀ پلازمينه او د هېواد پۀ نورو سيمو کې يې ښه بېلګه
ده، د هېواد پۀ دغه ښوونځیو کې پۀ ميلیونونوماشمانو او ځوانانولوست او روزنه تر سره کړې او کوي یې٠
د ظاهر
بابا پۀ واکمني کې همدا ډول د لوړو زده کړو د سیستم بنسټ هم کېښودل شو چې پۀ دې برخه کې دکابل پوهنتون ، د ننګ
هار پوهنتون، د کابل پولتخنيک او پۀ بېلابېلو سيمو کې د څانګپوهانو تخنیکي اونور روزنتونونه د یادونې وړ دي٠
د ظاهر بابا پۀ واکمني کې د نظامي سیستم پۀ برخه کې نۀ هېرېدونکې هلې ځلې شوې دي چې د حربي ښوونځي، حربي پوهنتون،
د پولیسو اکاډمي او د هوايي پوهنتون بنسټ اېښودنه اوفعالول هېواد ته څانګپوه حربي څانګپوهان ور وسپارل٠
* د
کابل -کندهار-هرات، کابل-کندز او کابل -فاریاب لويې لارې او د هغوی پخول او د سالنګ د تونل جوړول د دغه ستر
خصیت د واکمني کړۀ دي٠
ظاهر بابا د افغاني ډیموکراسي بنسټ اېښودونکی دی او د دويمې نړېوالې جګړې پۀ بهير کې او
دساړۀ جنګ پۀ اوږدو کې د افغانستان بې پلويتوب وساتۀ،د ظاهربابا د واکمنۍ پۀ دوره کې هېواد لۀ بشپړ امنيت څخه ب
خمن ؤ٠
ظاهربابا د افغاني جهاد پۀ بهیر کې خپلې هلې ځلې نۀ دي سپمولې او د طالبانو د خوځښت لومړنۍ پېلامې د ظاهر
بابا لۀ نامۀ سره تړاو درلود او وروسته لۀ طالبانو څخه يې هم د دریو لسیزو پۀ بهير کې د وران شوي هېواد پۀ بیا
غاونه کې پیاوړې ونډه واخیسته او د هېواد لۀ دود سره سم يې د لویې جرګې پۀ سمبالښت او د ملګرو ملتونوپۀ نوښت د
افغانستان د نننۍ واکمني پۀ جوړښت کې خپلې هڅې و نۀ سپمولې٠
افغاني کلتوري ټولنه د ظاهر بابا مړینه د
افغانستان او نړۍ لپاره يوه ستره تشه ګڼي او هېوادوالو او د ظاهر بابا کورنۍ ته د جمیل صبر غواړي، لۀ دوی سره
ځان پۀ دغه لوی غم کې شريک ګڼي او لۀ لوی څښتنه ورته د فردوس جنت تمه کوي٠
پۀ درنښت
پۀ نيدرلند
کې افغاني کلتوري ټولنه
============================================
د تسلیت پیغام
د
جغتو مدني او کلتوري بهیر د ملت د بابا او پخواني پاچا ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د مړینې له کبله د
هیواد ولسمشر، د کابینې غړو، د ملي شوری مشرتابه پلاوی او وکیلانو، د هیواد د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال، د
ارواښاد بابا ملت د کورنۍ غړو او ټول افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د هغه مړینه افغان ولس ته یوه
ویه ضایعه ګڼي.
د ملت بابا ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د خپل ژوند زیاته برخه د افغان ولس په خدمت کې تی
ه کړې او په ډیر اخلاص یې د افغانستان خلک د خپلې پاچاهۍ پر مهال د داسې قانون، پرمختګ، سولې، ملي یووالي، ام
ن، سکون او ملي نوامیسو د ساتنې او دفاع په لاره سم کړي وو چې سارۍ یې د هیواد په سیاسي تاریخ کې کم لیدل کیږي.
نوموړی بالآخره د خپل عمر په ۹۳ کلنۍ د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د زمري دمیاشتې په لومړۍ نیټه د حق دعوت ته لبیک
ووایه.
د جغتو د مدني او کلتور بهیر چارواکي د لوی خدای (ج) له دربار څخه د ملت بابا ته د فردوس جنت، د هغه کو
نۍ او ټول افغان ولس ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
د جغتو مدني او کلتوري بهیر
دوشنبه د ۱۳۸۶ هجري
لمریز کال د زمري لومړۍ نیټه
کابل/ افغانستان
=====================================================
د س ام فرهنګي ټولني له خوا افغان اولس ته د ډاډګيرني پيغام
په وير او خواشينۍ مو د نړيوالو خبري
سنيوهغه خبر ونه واوريدل چي د افغانستان پخوانۍ پاچا د ملت بابا اعليحضرت محمد ظاهر شاه دا فاني نړۍ پ
يښوده . اوحق ته يې ځان وسپاره .
انا
الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې دافغان اولس ، او د ملت د با با دکورنۍ دټولوغړو سره
په دې را پيښ غم کي ځانونه شريک ګڼي . موږ د زړه له کومي دخپل خواخوږۍ مراتب وړاندي کوو او د ملت بابا سپيڅ
لي روح ته د لوڅښتن رب العزت ( ج )له حضوره د فردوس جنت غوښتنه کوو او افغان اولس ته ډاډګيرنه او تسليت وړاندي
کوو.
امين يا رب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
=====================================================
په سويډن کې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز دخواشينۍ پيغام
سويډن - مالمو
په زياته خواشينۍ سره مودډله ايزو رسنيوله لاري خبرترلاسه کړ چې
دافغانستان پخوانی پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه دهغي ناروغۍ له امله چې دډيرې مودې راپدې خوائې هغه زوراوه دجو
اي دمياشتي پر ۲۳ نېټه دسهار پر څه کم شپږو بجودابد لپاره دفاني نړۍ نه سترگي پټي کړې . اناالله وانااليه
اجعون
اعلحضرت محمد ظاهر شاه چې داساسي قانون په لويه جرگه کښې ورته دملت دبابالقب ورکړه شو دخپل څه
دپاسه ((۹۲)) کالوعمر په اوږدوکې چې نږدې ((۴۰)) کاله ئې دافغانستان دپاچاپه توگه پاته شو،دخپل توان اودشرايطو
دامکاناتوله مخې دهيواددسمسورتيا ،ددموکراسی پلي کېدو، په ټولنيز ژوندکې ښځوته دفعالي ونډې داخيستلوزمينې
برابرولو،دمعارف دپياوړتيااونوروټولنيزوبرخوکښې مثبت گامونه پورته کړل ،چې نن هم کېداي شي له هغونه په
دردانۍ سره يادونه وشي .
مرحوم اعلحضرت محمدظاهر شاه دملت بابا پسله هغه چې دخپل تره دزوي مرحوم سردارمحم
دداودخان لخوادنظامي کودتاپه پايله کې دقدرت نه گوښه کړل شو،پداسي حالي کې چې دکډوالۍ په شرايطوکښې یې دايټا
ياپه هيوادکې ژوندکاوه، دهيوادله سياسي حالاتوڅخه تل ځان خبراوه . داچې هغه ديولړ عينی ستونزو له مخې نه شوه
کولاي يائې په سياست کې له ريسک نه ډډه کول دادهغه مرحوم دتگلاري يوه بڼه وه . مهمه داده چې په هرډول شرايطوکښې
ئې علاقه لرل دهيواددبرخه ليک په ټاکلو کښې گټورې مشورې ورکړی .
داچې دافغانستان لوي اکثريت هغه ته دهغه
دژوندپه کښي ددرناوی اوقدرپه سترگه کتل په يقين سره به دمرحوم محمدظاهرشاه دنامه تل پاتي کېدواودهغه کورنۍ
دټولوغړودوياړلامل وي .
په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه دخپلوټولوغړواوعلاقم
ندانوپه استازيتوب پداسي حال کښې چې دمرحوم اعلحضرت محمدظاهرشاه مړينه دهيوادلپاره لويه اونه جبېره
کېدونکې ضايع بولي دهغه دکورنۍ پاته کسانو،دوستانواوافغان ولس سره ځانونه ددې غمجنی پېښې په غم کې شريک بولي
دلوي څښتن له دربارنه ورته دمغفرت اوفردوس جنت غوښتنه کوو . روح دې ښادوی
په سويډن کې
دافغانانودعلمی اوفرهنگي مرکز
دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
===================================
دخواخوږی پيغام
په بريتانياکي داوسېدونکو افغانانودټولنې له
خوا
په بريتانياکې داوسېدونکوافغانانو ټولنه دافغانستان دپخواني پاچا اعليحضرت محمدظاهرشاه دم ړيني له کبله دده محترمې کورنی٬ دافغانستان جمهوررييس محترم حامد کرزي اوپه افغانستان کې دنوموړي خواخوږوته دزړه له کومي تسليت اوخواخوږي وړاندي کوي. موږپه دې غم کې ځان شريک بولو اودرب ددرباره څخه ده ته جنتونه اودده کورنی اودوستانوته صبراولوی اجرغواړو.
په درناوي
سيدجان کارواني
دټولنې مشر
===================================================
خوشال افغانستان ټولنه دملت بابا اعليحضرت محمد ظاهرشاه په مړينه له خپلې خوا دغمرازۍ څرګندونه كوي . داچې دملت بابا له خپلوهيوادوالو سره دبې كچې ميني په درلودو په خپل ابايي ټاټوبي كې سترګې دتل لپاره له دې فاني نړۍ څخه پټې كړې مونږ يي په مرګ غمژن او پرفنايي اوښكي تويوو. ا وا يي ښاده او يادېي تل.
په درنښت
ډاكټرخوشال قريشي د
خوشال افغانستان ټولنې مشر