د سلام فرهنګي ټولني پيغام
د امن
جرګه د هغو ستونزوڅخه د خلاصون غوره لار ده چي هم يې پاکستان ته زيان اړولۍ او هم يې افغان اولس د مرګ پر کم
بله کښينولۍ دۍ . د ناورين ، غم اوژړا څپې چي د دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ډيورنډ ناولي کرښي پر دواړو
خواو ميشتو اولسونو پرتې او را خورې شويدي ، په زور او جګړو نه بلکي په تدبير او مرکو حل کېدای شي . د دواړو
ورو اولسي مشرانو ته په کار ده چي د روانو نړيوالو حالاتو په رڼا کي خپلي تاريخي ، ټولنيزي او سياسي ناخوالي
را بربنډي او د حل او غوڅولو لپاره يې په بشپړ اولسي رسالت اوجرئت تاريخي فېصلې وکړي .
د افغانستان او
پاکستان او په ځانګړي توګه د ډيورنډ منحوسي کرښي دواړو لورو ته د ميشتو اولسونو لپاره د څه زيات سلو کالو په
ترځ کي دا لومړۍ ځل دئ چي د خپلو ستونزو د حل لپاره هم په سيمه او هم په نړيوال ډګر کي مناسب او وړ چاپير يال ب
ابر شويدئ . اوس د کرښي له دواړو غاړو څخه د راغلو وکيلانو او اولسي استازو سالم درک او بشپړ جرئت کو
ای شي چي ، هم د روانو ناامنيو ټغر ټول کړي او هم د خپل تاريخي هويت او برم د بيرته تر لاسه کولو جوګه شي .
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې په دې باور دي چي د امن جرګې ګډونوال د دې توان لري چي د خپلو تاريخي فيصلوپه
رڼا کي د خپل تاريخي هويت ساتنه وکړي او د ځمکنۍ بشپړتيا او قومي يوالي په اعلانولو د پيړيو راپاته لانجه حل
او د بشپړ افغانستان پاکه لمن د سولي او امن ټاټوبۍ کړي .په همدې هيله
د سلام فرهنګي ټولني د م
ر تابه جرګه ګئ په استازيتوب