د اګست ١٣مه په تاريخ کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13550
روښان پسرلى
دخبریدو نیټه : 2007-08-13

 

 

د ۱۲ اګست په شپه پېل سوی د برلین دېوال، د شرقي او غربی برلین تر مینځ پر ۱۳ د اګست ودرول سو .

د دوهمي نړیوالي جګړې ورسته جرمني تسلیم سو او داسي امریکا، برتانیه، فرانسې او روس تر خپل منځ سره ووېشی. څنګه چي د روسیې اقتصاد کمزوره کېدی نو د شرقي جرمني خلګ غربي جرمني ته کډه کېدل، هره ورځ به ۱۰۰۰ هنرمندان او کاریګران د شر ي جرمني څه  غربي جرمني ته کډه کېدل .

روسیې دا نه غوښتل چي هنرمندان یې د هېواد څه ولاړ سي نو یې د ازغیو د تار او د خښتو په مرسته برلین ښار په دېوال سره ووېشی .

د برلین د دېوال د جګېدو ورسته په زرهاوو خلګو لاریونونه وکړه اما متحده ایالاتو هم هيڅ نه کوله .

د برلین دېوال د روسیې او امریکې د سړې جګړې یو ثابت نښان و چي په ۱۹۹۰ کي جرمنیانو د دواړو خواوو ونړوۍ او داسي شرقي او غربي المان بیرته سره یو ځاى سو .