رښتیا او انتیکه خبره(Fact)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13551
روښان پسرلى
دخبریدو نیټه : 2007-08-13

 

 

په نړۍ کي ډېر تونلونه سته او جلا جلا ډول دي لکه په افغانستان کي د سالنګ او بلوچستان کي د کوږک تونل.

یو تونل چي په ټوله نړۍ کي له نورو جلا دی هغه د  چېنل  په نامه یادیږي دا د برتانیې او د فرانسې تر مینځ تر اوبو لاندي تېر سوی دی.

په فرانسوي کي و دې ته  چُنل ویل کیږي. د دې تونل يا سُرنګ اوږد والی۵۰ کیلومیتره دی او در اندي یې د برېښناګاډۍ لاره هم  سته .

دا تونل چي د انګلستان پر انګلش چېنل ویالې لاندي جوړ دی د  فرانسې  کوکېل  او د برتانیې   فالک سټون  سیمي سره  مښلوي .

دا د ۱۹۷۰ په لسیزه پېل سو اماد ستونزو د وجي کار پر ودرېدی ، بیا په ۱۹۹۴ کي تکمیل سو ،  د جاپان  سېکان تونل تر دې اوږد  دی  اما تر اوبو لاندي دا د نړۍ اوږد تونل دی .