وويك اوبراى له سلمان خان نه بخښنه وغوښته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13580
عزت الله اميد
دخبریدو نیټه : 2007-08-14

                                                            سلمان خان، ايشوريا راى او وويك 

اوبراى

 

 

د هندۍ سېنما د نن سبا مشهور ستوري وويك اوبراى د زرګونو نندارچيانو په وړاندې  خپل غوږونه ونيول او له سلمان خان څخه يې بخښنه وغوښته، د راجيو ګاندي ټولنې له خوا سلمان خان ته ايوارډ وركول كېده او په همدې پروګرام كې وويك اوبراى د خپل فلم اومكارا له سندرې سره پر ستېج رقص كاوه، چې د سندرې له پاى ته رسېدو سره سم سلمان خان ته په زاريو سواو ويې ويل چې ( يار بس دى نور مې وبخښه).
خو سلمان خان چې په لومړي كتار كې ناست وو، يوازي يې سر وښوراوه.
تاسو به هم حيران ياست چې د څه شي بخښنه او د څه لپاره؟
څه موده وړاندې چې ايشوريا لا له ابيشيك سره كوزده نه وې كړې، له وويك سره به ګرځېده اګرځېده او تر هغه وړاندې هم له سلمان خان سره.
له همدې امله سلمان خان وويك ته په غوسه سو، او وويك هم ورسره د جنګ اعلان وكړ آن تر دې چې وويك خبري ناسته راوغوښته او په سلمان خان پسې يې بد رد وويل.
بېچاره وويك! هم يې اي وريا راى له لاسه ووته اوهم ترېنه د بالي ووډ سوپر سټار سلمان خان خوابدى شو.