(( په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه ))
٢٠٠٧ ع . د اګست ١٤
جرمني ، د فرانکفورت ښار
په
خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د تاريخ اولرغونپوهنې ستر ميراث ، د وطن د تاريخ د تېرو ــ هېرو
ګوټونو ځلا په تاريخي هلمند کې د بست تاريخي کلا د ورانولو په حال کې ده .
هغه عکسونه چې له ه
منده خپاره شوي دي ، څرګندوي چې د يو شمېر چارواکو او زورواکو له لورې د بست کلا ويجاړېږي ، لکه د افغانستان د تاريخ ماڼۍ چې ويجاړېږي ، لکه د باميان پر تاريخي بتانو چې بيا د توپو ډزې کېږي .
موږ د
دغه خواشينونکي خبر په اورېدو ډېر خواشيني شو . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او له ټولو دولتي چا
واکو او د يونسکو له نړيوالې ادارې په ټينګه هيله کوو چې :
١. د بست د تاريخي کلا د ورانولو
خبر دې جدي وګڼي او د دې تاريخي جنايت د مخنيوي لپاره دې بېړنی اقدام وکړي ، هسې نه چې بيا وخت له وخته تېر وي
.
٢. تر هغو چې له کابله کوم ګام پورته کېږي ، موږ د هلمند له چارواکو غوښتنه کوو چې د ورانۍ دغه بهير وځنډوي ،
کنه دغه تاريخي مسؤليت به په لومړي ګام کې د هلمند د اوسنيو چارواکو پر
غاړه وي .
٣. له نړيوالو ټولنو او په ځانګړې توګه له يونسکو څخه په درنښت هيله کوو چې دغه موضوع په جدي
توګه وڅاري او په دې برخه کې لازم اقدام تر سره کړي .
٤. موږ له ټولو کلتوري ټولنو ، له درنو ژورناليستانو ، د
افغاني او نړيوالو رسنيو له مسؤلينو هيله لرو چې دغې تاريخي مسآلې ته په خپلو خپرونو کې ځای ورکړي او د دغه
جنايت په مخنيوي کې خپله ونډه واخلي .
په درناوي