د بست تاريخي کلا او د هېواد نور تاريخــ . . . (اعلامیه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13625
پوهنوال رسول باوري
دخبریدو نیټه : 2007-08-16

د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
 (د هېواد کلتوري چارو ښاغلو واکمنو ! د بست تاريخي کلا او د هېواد نور تاريخي وياړونه وژغورۍ )

په چارو کي د لومړيتوبونو پيژندل او د سمون لپاره يې  پر له پسې هڅي تر سره کول د کلتوري چارو مسوولين  د دې جوګه کوي چي  د هېواد کلتوري ميراثونه  او تاريخي ابدات  د ورپيښو خطرونو او زيانونو څخه وژغو ي . له بده مرغه لا تر اوسه د اړوندو چارواکو سره  د لومړيتوبونود پيژندلو او د هغو د سمون  لپاره داړينوهڅو څرک نشته .  دا هغه  نيمګړتيا ده  چي هم  دکلتوري چارود مسوولينو کړه وړه  تر پوښتني لاندي راولي او هم   د هېواد لرغونو سيمو او نامتو تاريخي ابداتو د منځه تللو خطرونه زياتوي  .
زموږ باور دا دۍ چي  د هېواد د کلتو ي شتمنيو  د ساتني او پالني لپاره هر اړخيزه  رښتنۍ کاري پلان اود هغه  د پلي کولو هوډ ته اړتيا شته . په دې ول به هم  د  هېواد  په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونو سيمو ود ناقانونه سپړنو مخنيوۍ شوۍ وي   او هم به  د تاريخي ابداتو په وړاندي راپيښ  رښتيني خطرونو ليري کړل شي  .

په درنښت
  د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب