د بست د تا
یخي کلا د ورانولو ګامونه دې شنډ شي
په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) یاددښت
د هغو ورځو غم مو لا هېر نه دی چې زموږ د تاریخ یو لوی باب یې د بامیانو په ښار کې له خاورو سره خاورې کړ ،
هغه ستر ویر چې د بامیانو د بتانو د ویجاړولو له امله افغان متمدنه ولس ته ورپه برخه شوی هېڅکله به هم پای و نه
لري ، ځکه د هغه دښمنانه ګام نه وروسته یو شمېر نور تاریخ دښمنه عناصرو هم د افغانستان د نوم او هویت د ورکو
و لپاره ددغه لرغوني او تاریخي ټاټوبي ډېر نور آثار هم یا غلا کړل ، یا یې وسوځول ، یا یې په باروتو کې وریت کړل
او یا یې هم په پردیو خرڅ کړل .
اوس دا دی یو بل ګام ، یو افغان دښمنه او تاریخ دښمنه ګام په اخیستو دی .سړي
وژونکي دا ځل د بست کلا ورانوي ،هغه کلا چې د هر افغان د هویت او تاریخ یو ژوندی باب دی .
موږ له دې امله د خپل
احتجاج غږ پورته کوو او نه یوازې له افغان دولت چې د ملګرو ملتو له ادارې او ټولو نړېوالو څخه د عاجلې او بیړنۍ
مرستې غوښتونکي یو .موږ هیله لرو دا ځل لکه د بامیانو د پژیو د ورانولو د وخت ناغیړي او جفا و نه شي ، کنه نو د
دغه شان یو فرهنګ دښمنه ګام په اخیستلو سره به له افغان ولس سره د خواخوږۍ هر شعار درواغجن راوخیږی .موږ هی
ه لرو چې ډېر ژر د بست د تاریخي کلا د ورانولو ګامونه دې شنډ شي .
په درنښت