د سلام فرهنګي ټولني د غمرازۍ ليک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13692
سلام فرهنګي ټولنه
دخبریدو نیټه : 2007-08-18

 

د شريعتيار غم د ځان غم ګڼو


د ځانمرګي بريد هر خبر مو  د ژوند سوهان ګرځېدلۍ دۍ . زموږ ناچاره اولس   خپلي کورنۍ ته د خوړلو څښلو پيدا کېدو لپاره  هره ورځ دکوره وتلو ته اړ دۍ .  کورنۍ ، ورور ، خور او يا  اولادونه يې د ژر راتلو لار څاري ،  خوله بده مرغه د ځانمرګي بريد خوراک شي .
سلام فرهنګي ټولنه د هغو ټولو قربانيانو سره چي د ځانمرګي بريدونو له ام ه شهېدان شوي  او بيا په ځانګړي توګه د ښاعلي شريعتيار صاحيب د کورنۍ په دې ستر غم کي ځانونه شريک ويني  . دعاکوو چي لوی څښتن ( ج)  دي زموږ په هېوادکي  د جګړې  لګېدلۍ اور چي د پرديو د ګټو لپاره بل ساتل شوۍ ،  ورک او خاموشه کړي .  متوفاو  ته دي لوڅښتن ( ج) فردوس جنت او کورنيو ته دي جميل صبر ورکړي .


امين يارب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني مشرتابه جرګه ګۍ
18.08.2007
اسن --- نېدرلند