بېنواویبپاڼه : دنورو ویب پاڼو لپاره د بېنوا وړیا خبري تړاو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13733
خالد هادي حیدري
دخبریدو نیټه : 2007-08-30

 

بېنوا ویب پاڼي د خپلو وړیا خدمتونو په لړ کي د نورو افغاني  ویب پاڼو لپاره د خبري تړاو یوه لړۍ له یو کال راهسی پیل کړې وه ،چي په لومړي سر کښي دا لړۍ د یو څو ځانګړو پښتو ویب پاڼو لپاره محدوده پاته وه . خوبېنوا ويب پاڼي  دا لړۍ په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني په ابتکار نور د ټولو افغاني ویب پاڼو پرمخ پرانستې ده  ، چي له مخي به يې په بېنوا ویب پاڼه کي ټول تازه پرلیکه شوي خبرونه ستاسي په ویب پاڼه کي پر یوه وخت ښکاره کیدای شي .

ټولي افغاني ویب پا ڼي کولای شي چي د بېنواپاڼي د لړلیک (Menu) پر سر د ( Link to Us ) په کښکښلو سره دخپلي ویب پاڼي دخبري کالم په اندازه ورکول شوي (PHP) کوډونه کاپي کړي او د خپلي ویب پاڼي په نوم وړي کالم کې واچوي . د یادولو وړ ده چي دا کوډونه په ( Html,Htm,Shtml,PHP & etc ) کي د کارولو جوګه دي .

دا لړي د هغو ویب پاڼو لپاره یو زېرئ ګڼلای شو چي خبري برخه يې د ورځني خبرونو دتازه کیدو څخه بې برخي پاته وي او یا هم هره و ځ د بېنوا پاڼي د خبرونو په کاپي کولوسره هم هغه خبرونه په خپله غیږه کښي خپروي .

يادونه : كه چيري تاسي د خپلي ويب پاڼي لپاره په ځانګړي CSS كي دبېنوا خبرونه غواړي موږ ته د اړيكو ه لاري خپل CSS File او دخپلي پاڼي پته راوليږي موږ په ئې درته هغسي جوړ كړو


دنورو ویب پاڼو لپاره د بېنوا وړیا خبري تړاودلته تر لاسه کولای شئ
دمثال په ډول تاسي کولای شئ  چي لاندي یو څو هغه پاڼي چي  همدا اوس اوس ددې لړۍ څخه برخمني دي  وګو ئ
دعوت د افغان ولس ږغ  :::: مستانه د موسقۍ ستر زیرمتون