سلمان خان خپل ځان محکمې ته حاضروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13850
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-08-25

 

د باليووډ مشهور فلمي ستورى سلمان خان وايي دى نن له ممبى څخه جودهپور ته ځي او خپل ځان به خپله هغې محکمې ته وسپاري چي د پنځه کلن بند سزا يې ورته اورولې ده.
نوموړى وايي زه د هند يو ذمه دار تبعه يم او قانون ته احترام لرم.
پر سلمان خان باندي تور دئ چي د ١٩٩٨ د سپټمبر په مياشت کي يې د يوه فلم د شوټنګ پر وخت په غير قانوني توګه د هوسيو ښکار کړى دئ چي له امله يې د راجستان ايالت يوې محکمې دوې ورځي وړاندي نوموړى د پنځو کالو په بند محکوم کړ.
سلمان خان وايي زه د خپل وکيل په سلا مشوره هر ګام اوچتوم، نه غواړم چي پوليس مي محکمې ته حاضر کړي، ځکه اوس خپله ځان حاضروم.

د يادوني وړ ده هغه هوسۍ چي سلمان خان يې په ښکار تورن دئ، په هندي مذهب کي د يو ډول سپېڅلتوب په سترګه ورته کتل کېږي.