د رپوټونو پر بنسټ، افغاني چاپي او برېښنايي رسنيو ته په پاکستان کې د فعاليت حق ورکړل شوى دى .افغان دولت ، چې په افغانستان کې د پاکستان پر رسنيو هېڅ ډول بنديز نه لګوي د پاکستان د حکومت ددغه اقدام هر کلى کوي . موږ په وار وار له پاکستان څخه غوښتي ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ له نړيوالو اصولو سره سم ، د رسنيو فعاليت آزاد وي .افغانستان په دې عقيده دى چې خبري او فرهنګي اړيکې زموږ دواړه ملتونه سره نږدې کولاى شي، په همدې دليل په پاکستان کې د خپلو ټلويزيونونو د خپرونو د بېرته ازادېدو د هوډ نمانځنه کوو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
کابل، غازي محمدجان خان واټ