ډېر د خوښۍ او شکر ځاى دئ چي افغان تنکيو ځوانانو له ورور وژني او ويني تويوني څخه ليري په نړيواله کچه د کرکيټ د هنر ننداره ورکړه او يو ستر مقام يې ترلاسه کړ.
د افغانستان غوندي غريب او جګړه ځپلي هيواد دپاره ځکه د ډېر وياړ او افتخار ځاى دئ چي اوس يې هم ځوانان د علم او هنر پر ځاى په ټوپک او ورور وژنه فخر کوي.
د بېنوا فرهنګي ټولني، بېنوا ويبپاڼي او ښکلا مجلې ټول کارکوونکي دغه برياليتوب پر نيک شګون نيسي او هغو تنکيو ځوانانو ته چي د ماليزيا په هيواد کي يې د افغانستان نوم ځلولى او ګران هيواد ته يې تاريخي وياړ يې ور په برخه کړ مبارکي وايي او د پاک خداى (ج) له درباره د دغو سياليو په وروستۍ لوبه کي هم برياليتوب ورته غواړي.
بېنوا فرهنګي ټولنه
کندهار- افغانستان
١٣٨٦/٦/٥