فلمي ستورى له بنده خوشي سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13957
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-08-31

 


د باليووډ سينما مشهور فلمي ستورى سلمان خان نن ماښام په ضمانت خوشي سو.
نوموړى د راجستان ايالت د جودهپور يوې محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړى و.
پر خان باندي تور لګول سوى چي په ١٩٩٨ کال کي يې د يوه فلم د شوټنګ پر وخت غير قانوني ښکار کړى دئ.
نوموړي د هغو هوسيو په ښکار تورن دئ چي د هندو مذهب يوه ډله په سپېڅلتيا ورته قايل دي او عبادت يې کوي.
تېره اونۍچي د جودهپور محکمې پر سلمان خان باندي د بند حکم صادر کړ، نوموړي وويل دى به خپله د يوه دروند ښاري په توګه ځان محکمې ته ځان حاضر کړي او نه غواړي چي پوليس يې په زوره بوزي، خو راجستان ته له رسېدو سره سم د پوليسو له خوا ونيول سو او په بند کي واچول سو، چي تر شپږ ورځي بند وروسته يې نن سهار محکمې په ضمانت د بيرته خوشي کولو امر وکړ.
ويل کېږي په ممبى کي د سلمان خان مينه وال د هغه د کور مخته راغونډ سوي دي او د کورنۍ غړي يې راجستان ته ورغلي چي له خان سره يو ځاى خپل کور ته ستانه سي.