د نړيوالې مركې او كلتوري ټولنو جرګې اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14047
سروش
دخبریدو نیټه : 2007-09-05

د سهيلي پښتونخوا په مركز كوټه كې (( پښتو نړيواله مركه)) د خپلې لومړنۍ كالنۍ غونډې په بهير كې د افغان كلتوري ټو نو د جرګې د استازو كوربنه وه. په غونډه كې لاندې ټكي تصويب شول.
۱- سر له نن څخه مركه او جرګه هڅه كوي، چې خپلې كلتوري هلې ځلې سره همږغي كړي او د ګډو موخولپاره ګډ كار سره وكړي.
۲_ مركه او جرګه هڅه كوي، چې دنړۍ د نورو ب خو له افغاني كلتوري ټولنو سره اړيكى ټينګ كړى او له هغوى سره د جرګې او مركې د همږغۍ په اړه خبرې وكړي.
۳_ مركه او جرګه به هڅه كوي، چې په نږدې راتلونكې كې د نړۍ له بېلا بېلو ګوټونو څخه د افغاني كلتوري ټولنو له استازو سره په ګډه لويه غونډه كې خپلې هلې ځلې تر يوه نامه او يوې كړنلارې لاندې سره ګډې كړي.