په خوشحالۍ سره مو خبر ترلاسه کړ ، چې زموږ لندن مېشتي فرهنګيان ، ليکوالان او فرهنګپالان په دې بريالي شول ، چې د منظمو کلتوري هلو ځلو په موخه د يوې کلتوري ټولنې بنسټ کېږدي . په رښتيا هم له ډېر وخت راهيسې له لندن مېشتو افغان فرهنګيانو څخه د کلتور په ډګر کې د لويو لاسته راوړنو تمه کېده ، داچې نن دوی د يوې کلتوري ټولنې په چوکاټ کې د کلتوري هلوځلو ملاتړلې ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه دوی ته د زړه له کومې مبارکي وايي او په فرهنګي هڅو په لړ کې د لويو برياليتوبونو هيله ورته لري .
په وروستيو دېرشو کلونو کې ، چې د افغانستان حکومتونو خپل فرهنګي مسووليتونو ته شا ګرځولې وه او يوازې يې د جنګي ماشينونو دنده تر سره کوله ، زموږ فرهنګيان په دې وتوانېدل ، چې د کلتوري ټولنو له لارې د حکومتونو په کچه ا و حتی تر هغې زياتې فرهنګي چارې تر سره کړي . زموږ هيله له ټولو افغانانو څخه که د نړۍ په هر ګوټ کې دي ، دا ده چې د خپلو ورځنيو چارو تر څنګ خپل فرهنګي مسووليتونه هم هېر نه کړي او د کلتوري ټولنو ا و فرهنګي بنسټونو له لارې له وس سره سم خپل کلتور ته خدمت وکړي .اوس ، چې دافغانانو فرهنګ ، ژبه او ملي هويت د نړيوال کېدنې تر نامه له نويو ګواښونوسره مخ دي ، بويه چې ټولې افغاني کلتوري ټولنې لاسونه سره ورکړي او د لويو ګواښونو په وړاندې د يوې واحدې ستراتېژۍ او پالېسۍ له مخې ګډې هلې ځلې وکړي .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه ـ کابل