جغتو مهالنۍ چاپ او پرلیکه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14293
جغتو
دخبریدو نیټه : 2007-09-16

د جغتو مدني او کلتوري بهیر په ډیرې خوښۍ سره د (جغتو مهالنۍ) د پنځمې ګڼې د چاپ اعلان کوي چې د وردګو او میدان د ولایت او بیا په ځانګړي توګه د همدې ولایت د جغتو د ولسوالۍ  د لیکوالانو لیکنې د مینه والو مخې ته ږدي. د غه ګڼه د ۱۲ مخونو په درلودلو سره د ۱۳۸۶ کال د وږي میاشتې په ۲۱ نیټه تازه له چاپه راووته.
په دې ګڼه کې ډول ډول لیکنې خپرې شوې چې عنوانونه یې هسکې ټیټې (سرلیکنه)، د مجبورۍ سپینه خبره، د ګوربت بندونه د سیمې د سمسورتیا یوازینۍ لاره، د ټولنې د ودې لارې چارې، اسلامي اخلاق د روښانه ژوند لاره، د پیاوړي لیکوال اروښاد استاد محمد ارسلان سلیمي ژوند لیک، د لیوه په غوښتنه د ځنګلي ټولنې ګډ پریکړه لیک، تږی د اوبو له مشک سره، د جغتو د نوم تاریخي لرلید، شعرونه او نور ګڼ مطالب تشکیلوي.
د جغتو د مدني او کلتوري بهیر لارویان د هیواد له ټولو لیکوالو څخه په ډیر ادب هیله کوي چې د خپلو خوږو لیکنو، تعمیري نیوکو او رغنده وړاندیزونو په رالیږلو سره په دې لاره کې د مرستې لاس راکړي. باید وویل شي چې په دې لاره کې د بشپړ بري څوکې ته رسیدل ستاسو ښاغلیو د کلتوري او هراړخیزې  همکارۍ په مټ شوني دي نو هیله من یو چې د مرستې به راکړی.

دجغتو مهالني د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړی

د جغتو مدني او کلتوري بهیر
بریښنا لیک: gaghatumagazine@gamil.com
بریښنا پاڼه: www.benawa.com/rasanay/jaghato
د تماس شمیرې: 0093799301833
                    0093707411946
                     0093799448195