محمد حسن ( انور ) اڅګزی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1430
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2004-11-20


ښاغلی محمد حسن انور اڅګزی د حاجي محمد انور خان اڅګزي زوی ، په ١٣٠٨ ل کال د کندهار په لرغوني ښار کښي د بي بي هوا په کوڅه کي زېږيدلی ، د کندهار ښار د احمد شا بابا ليسې تر فارغيدو وروسته يې خپلي لوړي زده کړې د کابل پوهنتون د ادبياتو او فلسفې په څانګه کي بشپړي کړې .

د کندهار په ميرويس ليسه او ور پسې يې د کابل په نادريه ليسه کښي د ښوونکي په توګه دنده سرته ورسول  .

په کابل کښي د اطلاعات او کلتور د وزارت د پښتو دانکشاف مدير ، او وروسته د ننګرهار د مطبوعاتو د رياست د مرستيال ؤ .

ښاغلی نوري  اوس د المان  د اسن په ښار کښي اوسيږي .

د نوموړي يو شمير کتابونه چاپ شوي دي . او لا يې ډير ناچاپ پاته دي . ښاغلی نوري وويل چي په ډيره مينه او خلوص يې خپلو هيوادوالو ته لاندنی کتابونه وړاندي کړي دي تر څو په علمي ډګر کښي ګټه ترې پورته شي .


 

چاپ شوي اثار :

          معنوي انسان که مادي انسان 

          اسلام يوازي عبادت نه دی

          د کاينانو د پيدايښت هدف 

          د کايناتو د پيدايښت نتيجه 

          د اسيا په زړه کي د وينو طوفان

 

چاپ ته تيار ( ناچاپ )  اثار :

١ _ د انسان د پيدايښت هدف _ ازموينه  ( لومړی ټوک )

٢ _ عبادت

٣ _ هدايت

٤ _ رحمت

٥ _ عقيده

٦ _ عقل او پوهه

٧ _ انساني انسان او که شيطاني انسان

٨ _ انسان د قرآن او نورو له نظره

٩ _ د کايناتو نظم

١٠ _ د کايناتو عظمت ( لومړی ټوک )

١١ _ دکايناتو عظمت (شمسي منظومه  دوهم ټوک )

١٢ _ د الله تعالي او انسان تر منځ اړيکي  ( رابطې )

ښاغلی محمد حسن ( نوري ) اڅګزی له درنو هيوادوالونه هيله کوي  چي له ده سره د ناچاپو اثارو په چاپولو کښي مرسته وکړي ، تر څو هيوادوال ګټه ورڅخه پورته کړي .

د ښاغلي محمد حسن انور اڅګزي پته په لاندي ډول ده .


M.H.ANWAR ASAGZAI

FELDWIESE 36

45327 ESSEN

GERMANY

 

TELEPHONE :

0049 201 30 27 58

0049 201 30 41 22

0049 201 37 11 10

MOBILE : 0049 173 26 12 750