د څرک مدني او کولتوري ټولنې درې مياشتنۍ مجله ((لپه)) تازه له چاپه راووته.
په دغه مجله کې علمي، ټولنيزې او سياسي ليکنې د درنو ليکوالو لکه ښاغلي محمدعثمان روستار تره کي، رحمت ربي زيرک يار، استاد فاضل، احمدشاه محمدشاه، خداى(ج) بښلي
عبدالعلي کهزاد، غلام جيلاني ځواک، محمود تره کي او نورو درنو ليکوالو ليکنې راغلي دي. همدا راز په دغه ګڼه کې له افضل خان لالا سره په زړه پورې مرکه هم لوستلاى شئ
مجله په سلو مخونو او ښکلې کچه او صحافت چاپ شوي ده. .
درانه لوستونکي کولى شي مجله د ((نى)) له شبکې څخه د هېواد په دننه په هر ځاى کې يوازې د شلو افغانيو په بدل کې ترلاسه کړي.