اکبر بری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1434
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2004-11-21

ښاغلی اکبر بری د ١٣٣٥ ل کال د وږي ( سنبلې ) د مياشتي پر څوارلسمه نېټۀ چي د ١٩٥٦ زېږد کال د سپټمبر د پنځمي نېټې سره سمون لري د هلمند ولايت د ګرشک په ښار کي زېږيدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د لښکرګا په ښوونځی کښي وکړې ،منځنۍ  او ثانوي زده کړي يې هم د همدې ښار په لښکرګاه ليسه کي سرته ورسولې ، وروسته تر هغه له خپلي کورنۍ سره لومړی د لنډي مودې لپاره کندز او بيا کابل ښار ته ولاړ ، هلته په ١٣٥٦ ل کي د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو  پوهنځی ته شامل شو .

په ١٣٥٩ ل کال کي له نوموړي پوهنځی څخه تر فارغت وروسته  له هيواده مهاجرت ته مجبور او پاکستان ته ستون شو .  او وروسته په ١٩٨١ زېږد کال د اکتوبر په مياشت کي جرمني ته مهاجر شو . په جرمني کي يې د زارلنډ پوهنتون  د الماني ژبي له کالج څخه د الماني ژبي سند تر لاسه کړ .

اکبر بری له ١٩٩٧ څخه تر ٢٠٠٢ ز کال پوري  پنځه کاله په انګلستان کي استوګن شو ، هلته يې هم د لفبړا پوهنتون له کالج څخه د انګريزي ژبي د فراغت سند تر لاسه کړ ، نوموړی  اوس( ١٣٨٣ ل ) د خپلي کورنۍ سره يو ځای  د جرمني د زارلنډ ايالت په مرکزي ښار زاربروکن کي اوسيږي .

اکبر بري خپل لومړی شعر په ١٣٥١ ل کال کي ووايه ، نوموړی دا مهال د لښکرګاه ليسې زده کوونکی و . د يادونی وړ ده چي خپله لومړنۍ لنډه کيسه يې هم درې کاله وروسته ياني په کال ١٣٥٥ په همدې ښار کي وليکله .

ښاغلی بری له کال ١٢٥٢ لمريز څخه راپدې خوا د هيواد له مطبوعاتو سره ادبي همکاري کوي ، دده ګڼ شمير لنډي کيسې او شعرونه د هيواد په دننه او بهر افغاني مطبوعاتو کښي چاپ شوي دي او خپاره شوي دي .

اکبر بری تر اوسه د لاندي چاپ شويو اثآرو خاوند دی :

١ _ مساپر                      شعري ټولګه                                ١٩٩٧ ز

٢ _ سوالګر                    د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه                ١٩٩٨ ز

٣ _ نکل                        د لنډيو کيسو دوهمه ټولګه               ١٩٩٩ ز

٤ _ د سپوږمۍ سترګه        د لنډو کيسو دريمه ټولګه                   ٢٠٠٤ ز