په خان لالا باندې د ناځوانمردانه عمل غندنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14388

دخبریدو نیټه : 2007-09-21

د خبري رسنیو په وسیله په ډیره خواشینۍ سره خبر شو چې د روژې په نهمه ورځ   (۲۱ د اګست ۲۰۰۷) د سیمې او نړۍ د پښتون قام د وحدت ضد سوګندخوړلو دښمنانو د پښتنو د قامي وحدت لارښود او مبارز خان لا لا محمد افضل خان باندې د ترهګرۍ ناوړه حمله وکړه چې په دې غمناکه پیښه کې د خان لالا دوه تنه ملګري شهیدان او د خان لالا په شمول څلور تنه ټپیان شوي دي.
زه دغه نا اسلامي  او د بې غیرتۍ نه ډک عمل په کلکه غندم. د خان لالا شهیدانو ملګرو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې جمیل زغم او هم دارنګه د خان لالا سره په دغه دردناکه پیښه کې ځان شریک ګڼم. خان لالا او ملګرو ته یې د لوی اللهج  څخه د شفا او روغتیا هیله کوم.
مړه او ورک دې وي د پښتنو کورني او بهرني دښمنان!

الحاج محمد نادر سرشا
اوسلو- ناروې