دا زړى په دې وينه زرغونيږي !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14393

دخبریدو نیټه : 2007-09-21

په خواشينۍ سره خبر شوو،چې د پښتونخوا پر مشهور سياستوال او پښتون مشر خان ((افضل خان لالا)) مرګونې ډزې شوې ، هغه ټپي او دوه ملګري(ساتونکى او ډرېور)  يې هيدان شويدي. موږ په داسې حال کې ، چې د پښتون دښمنه کسانو دغه ناځوانمردانه بريد په کلکه غندو، (( خان لالا)) ته د روغتيا او اوږده ژوند دوعاوې کوو.
( ( افضل خان لالا)) په خپلو سياسي مدبرانه  تګلارو او دريځ سره د پښتون ولس په منځ کې د افغانيت او پښتونولۍ زړي کرلي او دغه زړي به د پښتانه د هر څاڅکي وينې په تويېدو سره لا وده کوي. 

چاړه زما د قام په مرۍ مه ږده
دا زړى په دې وينه زرغونيږي

څرک مدني او کولتوري ټو نه
کابل - افغانستان