دډاکتر محمدهاشم مصور دشهادت له امله دافغان کـ.....

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14403
دافغان کلتوري ټولنو جرګه
دخبریدو نیټه : 2007-09-22

د ډاکتر محمد هاشم مصور د شهادت له امله دافغان کلتوري ټولنو د جرګې د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې د کاري ډلې غړی او د پکتياد کلتوري ټولنو د جرګې مشر ، ځوان ليکوال او هڅاند فرهنګي اکتر محمد هاشم مصور د پنجشنبې په ورځ د پکتيا په احمد آباد ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له خوا په ناځوانم دانه توګه په شهادت ورسېد ، انا لله وانا اليه راجعون .

 

ډاکتر مصور د پکتيا د کلتوري ټولنو په ايجاد او وده کې او همدارازد بېلابېلو افغاني کلتوري ټولنو په همغږۍ او هلو ځلوکې ډېره رغنده او فعاله ونډه در وده .  د افغان کلتوري ټولنو جرګه د وطن ، پوهې او فرهنګ د دښمنانو دغه ناځوانمردانه عمل په کلکه غندي ،  دډاکتر مصور  دکورنۍ غړو ، د ده ورور ډاکتر اکرم خپلواک ، د ده دوستانو او ټولو کلتوري کړيو،  ليکوالو او فرهنګيانو ته د دغه درنې ضايعې له امله خپل د غمرازۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی څښتن له درباره شهيد ډاکتر مصور ته د اخروي او ابدي نېکمرغۍ دعا کوي .

 

په درنښت ،