د دوو غملړليو پېښو په اړه کلتوري تولنو اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14409

دخبریدو نیټه : 2007-09-22


په اروپا کې د افغاني ک توري تولنو د ګډې جرګې

جرمني  ،  د فرانکفورت ښار
د ٢٠٠٧ ، د سيپتمبر ٢٢

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتنو پر نوميالي سياسي مشر محمد افضل خان لالا په سوات کې ناځوانمردانه تروريستي حمله شوې ده . په دغه حمله کې دغه نوميالی مشر او څو نور کسان زخميان شوي او دوه تنه وژل شوي دي .
دغه راز مو خبر تر اسه کړ چې د پکتيا د کلتوري ټولنو د جرګې مشر او تکړه کلتوري شخصيت ډاکټر محمد هاشم مصور په يوه بله تروريستي حمله کې شهيد شوی دی .
انالله و انا اليه راجعون
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه د دغو دواړو خواشينوونکو پېښو له امله د ژور خپګان څرګندونه کوي .
موږ د نوميالي مشر افضل خان لالا د ملګرو په مړينه د خپګان د څرګندولو په ترڅ کې ، د هغوی د عاجلې روغتيا دعا کوو او په کلکه  د دغه ذليل او ډارن عمل غندنه کوو.
دغه راز د ډاکټر هاشم مصور د وژلو له امله د خپل ژور غم د څرګندونو په څنګ کې  هغوی ته د فردوس جنت دعاوې کوو او کورنۍ او په ځانګړې توګه  د هغه  ورور ښاغلي ډاکټر اکرم خپلواک ته د الله (ج) له درباره د جميل صبر هيله کوو.
په درنښت
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنوګډه جرګه