د كابل پوهنتون د پښتو څانګې د ادبي جرګې پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14424
پښتو څانګې ادبي جرګه
دخبریدو نیټه : 2007-09-22


په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ ، چې د پكتيا ادبي ټولنې مشر ډاكټر محمد هاشم د پكتيا ولايت اړوند د احمد اباد په ولسوالي كې د نامعلومو كسانو له خوا په بې رحمانه ډول سره په شهادت ورسيده، ډاكټر محمد هاشم د ګڼو ځوانانو په روزلو او پښتني فرهنګ ته د خدمت په پار راويښ كړي وو، هغه په خپل كم عمر كې د هېواد په فرهنګي ډګر كې د پام وړ خدمتونه كړي، د پښتو څانګې ادبي جرګه د ډاكټر هاشم مصور مړينه د پښتو ژبې په فرهنګي بهير باندې يو بې زړه سوي ګزار ګڼي، دده كورنۍ او ادبي خواخوږو ته د جميل صبر او ده ته د فردوس جنت په هيله لاسونه پورته كوي .
د كابل پوهنتون د پښتو خانګې د ادبي جرګې لخوا