په ډېره خواشينۍ سره خبر شو چې
د پكتيا ادبي ټولنې مشر او د افغان کلتوري ټولنو دجرګې د کاري ډلې غړی ډاكټر محمد هاشم مصور د پنجشنبې په ورځ د
پكتيا ولايت اړوند د احمد اباد په ولسوالۍ كې د نامالومو كسانو له خوا په شهادت ورسيد، انا لله وانا اليه
اجعون .
ډاكټر محمد هاشم مصور د ځوان ادبي- فرهنګي کول يوه ځلانده ستوری او ستړيا نه منونکی مخکښ و. موږ پداسې
حال کې چې د هغه شهادت د پښتني فرهنګ او ادب لپاره لويه تشه ګڼو، خدای بخښلي ته د لوی خدای له درباره د مغفرت، او
د هغه کورنۍ، افغان کلتوري ټولنو جرګې غړيو، او ټولو فرهنګيانو ته د اجر او زغم غوښتونکي يو.
د و غتيا وېبپاڼې چلوونکې ډله