په ملی مشر محمدافضل خان لالا باندی د برید غندنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14435
نسیم ستوری
دخبریدو نیټه : 2007-09-23

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه  دروژی د میاشتی په نهمه ورځ د ۲۰۰۷ ع کال د سپتمبر په ۲۱ نېټه د سوات د مټی د بیدری په علاقه کې د پښتون قام  د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت پر ستر لارښود ، لیکوال ، ملی مبارز او د عوامی ن نل ګوند پرمرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » باندی ناروا،  بې غیرته ، نا ځوانه ، غیراسلامی او غ چکی مرګونی برید په کلکه سره غندی.
خان لالا او ورسره ټپیانو شوو ملګرو ته ئې د لوی خدای « ج » له درباره د ژر او پوره روغتیااو شهیدانو  ته د جنت فردوس غوښتنه  کوی .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتنو  رسالت ورپغاړه دی پدی   باور لری چې د پښتون قام  شعوری دښمنان به د پښتنو د مشرانو په وژلو سره هیڅکله خپلو شو مو او پر دوپالو  موخو ته ونه رسيږی .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په خان لالا دغه ناروا ، ناځوانه مرګونی برید په ټولو پښتنو مرګونی برید بولی او په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدا   او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی  او د خپلو قامی مشرانو پوره پوره ساتنه وکړۍ.
په د ناوی
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګه