په سويډن کې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزاعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14439
حبيب ال ه غمخور
دخبریدو نیټه : 2007-09-23

 

دپښتنوپر ستر م شر خان لالامحمد افضل خان باندې د ناځوانمردانه يرغل غندنه
هغه لاسونه دي مات شي چې زموږدولس دمشرانوپه م ابل کې پورته کيږي


دپژواک دخبري رسنۍ له لاري موډير خواشينه ونکی خبر ترلاسه کړ چې دروان م کال داگست پر ۲۱ نېټه د سوات مټې په سيمه کښې  دعوامي نېشنل ګونداوپښتنو پر مشر اوپه کوزه پښتونخواکې سياستوال خان  لالامحمد افضل خان  باندې دپښتنواوپښتون قام دښېرازئ اويووالی ددښمنانولخواناځوان مردانه غلچکۍ وسله وال بريد شوی دی . پدې ظالمانه بريداوډزوکښي خان لالا له خپلو څلورو تنوورسره ملګرو سره زخمی شوی اودهغه موټروان او يوتن بل ملګری يې وژل شوی دي  .
موږپداسي حال کښې چې دخان لالا دموټر چلونکی اوملگري دکورنۍ سره ځان پدې غمجنه پېښه کې ځانونه شريک بولو دلوي خداي له دربارنه هغوي ته دزړه  صبر اوشهيدانوته فردوس جنت غواړو.
دپښتنوپر لوي مشر اودپښتون قوم ديووالی اوښيرازه ژوند دلاري پرپياوړي مبارز باندي  ددې اسلام دښمنواوخداي ناترسه غلچکۍ بريد په کله غندواودنفرت په سترگه ورته گورو.دپاکستان له دولتي چارواکونه غوښتنه کووچې دپښتنودستر قوم دمشردسپکاوی لاملين دې ژر ترژر پيدااودخپلواعمالوپه سزاورسېږي .
ددې وحشيانه يرغل عاملين بايد پدې پوه شي چې دوي پدې کرغېړن کار سره د ټولوپښتنودښمنی پرغاړه واخيستل . اوپښتانه هم بايد هوښيا وي چې ددوي ديوالي اوښيرازی دښمنان دوي ته ارام اوکرار نه دي ناست .
په سيمه کښې دټولوپښتنو ورڼوڅخه هيله کووچې دخپلو امکاناتوڅخه په استفادې سره زموږدمشر دسپکاوی اوزخمي کېدواودونفروپه شهادت رسولوعاملين خپله پيداکړی،ترڅودخپلوغيرانساني اووحشيانه کړنوجزاورکړه شي  .
غواړو دپښتنوغښتلی مشر اوسياستوال خان  لالامحمد افضل خان اودپښتنوټولوپاکو اوسپېڅلومشرانوته څرگنده کړوچې موږتل ستاسوسره  پدې اسلامي اووطني م بارزه کښې شريک اوملاتړ يو.
دلوي خداي له دربارنه تاسودپښتنودرانه مشر ته عاجله شفاغواړو.
دپښتنواودهغوي دمشرانوکورنی اوبهرني دښمنان دي تل خداي وشرموې  . په درنښت

په سوېډن کښي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب