د ترنک جريدې اوومه ګڼه چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14452
د ترنک اداره
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

 

له زابل ولايت څخه د ترنک خپلواکي جرېدې د ١٣٨٦ د وږي د مياشتي د تلي د مياشتي د لومړۍ ورځي پرله پسې اوومه ګڼه له چاپه راووته. دا جريده لومړنۍ خپ واكه خپرونه ده چې له زابل ولايت څخه د ځوان شاعر او ژورناليست سعيد زابلي په مشرتوب په خپرولو پيل كوي.
د يادولو وړ ده چي له دې وړاندي په دغه ولايت كي كومه خپلواكه خپرونه نه وه او يوازي د زابل  _كلات په نوم يوه دولتي جريده په مياشت كې يوځل خپريدله. په ترنک کي خپرې سوي ليکني د چلوونکي په شخصي ويبلاګ ( زابل ) کي هم لوست اى سئ.