دسپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14550

دخبریدو نیټه : 2007-09-29

د سپينې ادې ادبي  او کلتوري ټو نه.

 ټولو دادب او کلتور مینه والو ته خبر ورکول کیږي  چې د سپينې ادې ادبي  او کلتوري ټولنه چې مرکزيت یې د هرات په ښارکښې دی. د ۱۳۸۶ هـ  کال د زمري  د میاشتې  په ۲۷ نيټه خپلې  چارې په رسمي ډول پيل کړې دي .

د افغانستان هر وګړی چې د لاندنيو موخو د پیاوړتيا لیوال وي هیله ده  د سپينې ادې ادبي او ک توري ټولنې څخه خپلې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ ونه سپموي .

 د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه د لاندنيو موخو لپاره کار کوي .

 داسلام دمقدس دین، د خپل ملت ، هیواد او خپلو ملي ارزښتونو او سپيڅلتیاوو سره مینه، پالنه او خوندي کول همداراز  د انساني کرامت ژغورنې اوساتنې ته کلکه پاملرنه .


 دملي یوالي، ملي پخلاينې او ملي پرمختګ پياوړي کول، ټولنيزه او ولسي سوکالي د هر ډول توکميزه ژبنیو ، سیميزو ، جنسي او مذهبي تربګنیو مخنیوی او دشتون په صورت کې يې د له منځه وړلو لپاره هڅې کول .
 د پردیو د کلتوري يرغل پر وړاندې د افغاني کلتوري مورچل ټینګول او ساتل اوا فغاني کلتور ته وده او پرمختيا ورکول .


 د ځوانانو تر منځ  د ښو او رغنده افکارو د ادلون بدلون لپاره د زمينې برابرول .
 د سولې د ټینګښت په لاره کې ګړندۍ هڅې او د ملي پخلاينې د روحې  تاند  ساتل ...

 


پته: بادمرغان- صافي برادران (مارکوپولو) مارکيټ- دوهم پوړ- ۱۳۱  اطا ق - هرات - افغانستان.
بريښنا ليک:- 
spina.adee@gmail.com
موبايل شمېرې  :-                

    ۰۷۷۷۰ ۸۳۳۵                                                                                     

     ۰۷۹۹۶۴۳۳۸۰                                               

  -  ۷۹۹۸۲۱۹۰۴