په سويډن کې دافغانانوعلمی
اوفرهنگی مرکز اعلاميه
داټول دڅه لپاره اوگټه ئې څه ده
دبينوا اوټول افغان ويب پاڼوپر تندی نن بيايوخوا
ينونکی خبرخپورشو.
په خبر کښي راغلي چې په سوات کې دبوداستره مجسمه په دويم ځل په بمونو الوځول شوې چې له لام
ه يې دغې تاريخي مجسمې ته دپام وړ زيان اوښتی . ددې خبرپه اورېدوسره په رښتياسره زيات خواشيني شوو.
داکار څ
وکاله پخواپه افغانستان کښي ترسره شو،چې له افغانانو نيولې ټولی نړی ورباندي لعنت ووايه . موږپدې پوره باورل
وچې پدې کارسره داځل هم دافغانانودتاريخ اوفرهنگی وياړنودښمنان په يوفير دوې نښي ولی ،يوداچي زموږولس دخپ
وتاريخي وياړنوله بېلگواواثارونه محرموي اوبل داچې يوځل بيادپښتنوپه مقابل کښې دنړيوالونفرت راپاره وی .
دبودا دغه مجسمه په سيمه کښې دبودايي دورې دعظمت اوتمدن لويه بېلگه ده ،ددې مجسمې تاريخې اوفرهنگی ارزښت
دافغانانودتاريخي وياړنواوفرهنگي بېلگودښمنانوته پوره څرگندي دي ،ځکه غواړي دامجسمه له بېخه ورکه کړي .
دسوات اوټولي سيمې درنواوسېدونکو!
تاسودامه هيروی ،کله چې په افغانستان کې زموږدهيوادفرهنگي اوتاريخي
وياړنو دښمنانو دباميانو مجسمې والوزولې موږټول له يوه سره څومره خفه شوو.اودي کارته موڅومره دنفرت اوکرکي په
سترگه وکتل ، چې تر اوسه لاهم زموږدماشوم قهره ندئ کښته شوی لوياخوپر خپل ځاي پرېږدی . تاسوولي ددې لعنتي اوک
غېړن عمل ننداره کوی؟ .هرڅوک په هرنامه چې داکارکوي پدې بايد پوه ياست چې داستاسواوستاسوپه سيمه کښي دتاريخي
وياړنودښمن دي ،غواړي پدې ډول ستاسوسره خپله دښمنی ترسره کړي .
ټول پدې بايد پوه وی چې داولسونودتاريخي
اوپخوانيوشتمنيوسره دښمني په حقيقت کښي دهغه ولس د لرغونووياړونواوملی شتمنی يوسره ددښمنۍ بهترينه
اوانکارنه کېدونکې بېلگه ده .ولسونه مکلفيت لري خپل داډول وياړني اوفرهنگی شتمنئ له خرابيو اوورانيوڅخه وساتي
.
په سوېډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه په سوات اوټوله سيمه کښي دقومونوله مشرانوسياسي
گوندونواوټو لودوستانونه هيله کوی چې دسوات دمنگورې په سيمه کښي دبودامجسمې ساتل پرخپله غاړه واخلی . دبشري
تاريخ اوتمدن دښمنانوته موقع ورنکړی چې په يوه اويابل نامه دا مجسمې وراني اوخپلي کرغېړنې موخي ترسره کړي . ه
ه مجسمه اوهر تاريخي اثر ستاسو،دسيمي اونړی فرهنگی ميراث اوترټولوستره بډایی ده . يو ولس هلته خواردی چې
تاريخي رېښې ئي ځيني ورکي شي .ستااودسيمي دبشري تمدن دبهير دښمنان غواړي تاسوله دې نعمت اودستاويز نه بې برخې
کړي . هوښيار اوسی دخپلو تاريخي وياړنو،لرغونواثاروڅخه داسي دفاع وکړي لکه دخپل کوراوټاټوبی نه .
ترکومه
ځايه چې موږمعلومات ترلاسه کړتر اوسه لادامجسمه په بشپړه توګه نه ده خرابه شوې خوزيات زيانورسېدلی دی او
پدغه سيمه کښې يو شمېر نورې مجسمې اولرغونی آثارهم شته،کېداي شی هغه هم ددې لوټماروددښمنۍ قربانی شی . په دمدې
دليل موږدپاکستان دحکومت ،سياسي گوندونو،قومی مشرانو،يونسکونړيوال سازمان اونورونړيوالوسازمانوڅخه چې
دبشري ټولنې دتاريخي اوفرهنگی اثارواوابداتوله ساتنې سره علاقه لري غوښتنه کووچې پدغه سيمه کي دموجودواثا
واوابداتودساتني لپاره جدي اقدام وکړی .
په سيمه کښي ددغه ډول تاريخي اثارو(ابداتو،مجسمواونروتوکو)سات
دپاکستان دحکومت داړونده ارگانورسمي دنده بولو. ديونسکوله نړيوال سازمان څخه غوښتنه لروترڅودپاکستان پ
حکومت فشار راوړي چې دپېښې عاملين گرفتاراودخپل ناوړه اوغيرانسانی عمل په سزاورسيږي .
دافغانانوعلمی اوفرهنگي مرکز مشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
سوېډن – مالمو
د۲۰۰۷دسپتمبر۳۰مه
د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
د اولسونو د
لرغونو شتمنيو سره دښمني د اولس او ملت د وياړونو سره دښمني ده . دتاريخي وياړونو ساتنه د هويت ساتني او
ژوند پالني بل نوم دۍ ، هغه هېوادونه او اولسونه چي خپل وياړ ساتي په حقيقت کي د خپل شتون او پايښت ضمانت کوي .
له بده مرغه زموږ د هېواد په تاريخ پوري اړوندو سيمو کي د ميشت اولس د وياړونو دښمنان زموږ د اولسونو تا
يخي هويت او تاريخي برياو ته زيانونه اړوي . څوک يې لرغوني توکي په بازارونو پلوري ، څوک يې د د ورکولو او و
انولو هڅي کوي او دا لړۍ پر له پسې ساتل شوېده .
سلام فرهنګي ټولنه د هېواد پر ټولو ميشتو اولسونو ږغ کوي چي
خپل وياړ مه ورانوۍ ، خپل تاريخ مه ورکوۍ. لرغوني تاريخي شتمنۍ زموږ د اوسني نسل لپاره د عقېدتي اړخه ځای نه ل
ي دا يوازي د لرغوني تاريخ هغه بيلګي دي چي،د هغه مهال د افغانانو دسترو بريو او پر سيمه د ستر واکيودلرلو
سپيناوۍ کوي. د خپلو لرغونو برياو ساتنه د ټولو هېوادوالو او اولسونو ملي او وطني دنده ده .
په درنښت
د
سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
د افغان
کلتوري ټولنو د جرګې اعلاميه
په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو ، چې د افغاني تاريخ ، هويت او نړيوال تمدن دښمنانو
يو ځل بيا د سوات په مېنګوره کې د بودا د مشهورې مجسمې د بشپړ تخريب د هڅو په لړ کې دغې مجسمې ته دروند زيان اړولی .
له سيمې څخه راغلي خبرونه وايي ، چې يوشمېر وسله والو کسانود چاودونکو توکيو په واسطه د مجسمې سر په بشپړه توګه
له منځه وړی او پښو او لاسونو ته يې هم دروند تاوان اړولی .
د بودا د غه مجسمه چې له مېنګورې څخه 15 کيلومتره لرې
په جهان آباد کې واقع ده او 2200 کاله زړوالی لري ، دافغانستان تر مجسمو وروسته په سيمه کې مشهوره مجسمه ګڼل
کېده . د بشري تاريخ او مدنيت دښمنانو پخوا هم ددغه تاريخي مجسمې د الوزولو هڅه کړې وه او په سيمه کې د تاريخي
ثارو مسوولينو د پاکستان حکومت ته د هغې په اړه خبرتيا هم ورکړې وه ، خو له بده مرغه د پاکستان حکومت د هغې د
ساتنې لپاره هېڅ ډول اقدام ونه کړ . له دغو بې پرواييو داسې ښکاري ، چې د پاکستان حکومت د پښتنو په سيمو کې د تا
يخيٍ آثارو له ساتلو سره هېڅ علاقه او د مسووليت احساس نه لري .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه په سوات کې د
بودا مجسمې د تخريب عمل او د هغې په ساتنه کې د پاکستان حکومت بې غوري په کلکه غندي او دغه عمل ته له نړيوال تمدن
سره د دښمنۍ تر څنګ د افغاني تاریخ او هويت سره د يوه تاريخي جنايت په سترګه ګوري .
څرنګه چې د بودا نوموړې مجسمه لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او د دې ترڅنګ په سيمه کې يو زيات شمېر نورې وړې مجسمې او تا يخي آثار موجود دي ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه د تاريخي آثارو د ساتنې له نړيوالو موسسو څخه په کلکه غوښتنه کوي ، چې د دغو تاريخي آثارو د ساتنې لپاره سمدستي اغېزمن ګامونه اوچت کړي او د پاکستان پر حکومت فشارراوړي ، چې د دغو تاريخي آثارو د ساتنې په اړه خپل مسووليت او وظيفه وپېژني او په سمه توګه يې ترسره کړي