په کاناډا کښي د خوشال فرهنګي ټولني دخواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1464
پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد
دخبریدو نیټه : 2004-11-30

 

د هيواد د نوميالي شخصيت ارواښاد علي احمد پوپل د مړيني له کبله

 

 د ښاغلي پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد راليږنه  :

د کاناډا د  ادمنتون د ښار اوسيدونكي افغانان او دخوشال فرهنګي ټولنې اړوندان دهيواد دنوميالې شخصيت او په افغانستان كې دنوي نسل او نوي معارف دبنسټوال ارواښاد علي احمد خان پوپل دمړينې له امله دافغانستان خلكو،  دنوي معارف اړوندانو او دده ارواښاد كورنۍ ته دزړه له كومي دخواخوږى او تسليت څرګندونه كوي  او له پاك خدايه ددغه نوميالې او پوهيالې افغان روح ته دفردوس جنت او تلپاتې ارامۍ دعاكوي .

دارواښاد پوپل نوم او هلې ځلې به دنوي افغان نسل دروزنې او پالنې دتاريخ  په برخه کښي په زرينوكرښو کي تلپاتې او جاويدانې وي . خدای بخښلي  پوپل بې له شكه يونه هيرودونكې نوم او شخصيت  دی .

ترهغو چې  دښوونځی او روزنځی دروازې پرانستې وي د ارواښاد پوپل نوم به هلته او له هغوسره مل او ژوندى وي .

روح دي يې ښاده وي .

په درناوي

د خوشال فرهنګي ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ

٣٠ _ ډسمبر _ ٢٠٠٤ / ادمنتون    كانادا