دولس هيلې اوونيزې څلوېښتمه ګڼه
په اتومخونوکې ،په اخباري كچه ،په ښكلي ډيزاين،له چاپه راووته. په نوموړې اوونيزه کې پر سرليکنه سر بېره
بېلا،بېل سياسي ، ټولنيز،فرهنګي،ادبي او روزنيزمطالب راغلي ،چې دلوستونکو تنده خړوبولى
ي.
په دې ګڼه کې لكه څنګه چې افغانان د جګړې په ډګركې مخكښ دي، همداشان بايد دسولې ډګ
كې هم مخكښ واوسي ، ترسرليک لاندې سرمقاله ، د ملي يووالي پس منظر ته يوه لنډه كتنه،د كوكنارو څېړنه او مخنيوى
په افغانستان كې ،سوله ،د افغانستان وروستى انجام به څه وي؟،د ولسي شاعر اصيل خان ژوند ته لنډه كتنه،راپور او
مركه ،سوله دافغانانو په منځ كې څنګه راتلى شي،له داسې حالت وروسته يې بيا هم سترګه روغه وه،بېل ګېټس بيا دنړۍ ت
ټولوشتمن كس وبلل شو،يوډول نوې وريجې اختراع شوې ،ترمځكې لاندې لومړنى اورګاډى يا مترو ،دغاښوونو منار،څلور
چينايي سپيانو دېرش زره موږكان هلاك كړل،له رازونو ډك ګل دادب مرغلرې ( ټوكې،متلونه ،شعرونه،ځانمرګى لېوانى
وخوت ؟!،دځوان شاعرمعرفي،غريبه مينه ( لنډه كيسه ) لنډخبرونه او رپوټونه په بېلا،بېلو مخونو كې چاپ شويدي
.
موږ تاسو ټولو درنو مينه والو او لوستونکوته په ډېره مينه دولس هيلې اوونيزې د نوې چاپ
شوې څلوېښتمې ګڼې د لوستلو او مطالعې بلنه درکوو او هيله کوو،چې د ولس هيلې د کيفيت د لاښه والي په موخه خپل
نېک نظريات، پېشنهادونه ، نيوکې،خپل غوره شعرونه ، ښوونيز، روزنيز،سياسي او نور ډول، ډول مطالب، چې د
وستونكو د پوهې سطحه لوړوي، زموږ په پته راولېږئ، څو وكولى شو ،د نوموړې اوونيزې له لارې ستاسو نظريات پرخوست
سربېره د هېواد پلازمېنې كابل او نورو ګڼو ولايتونو لوستونكو ته هم ورسوو.
درانه مينه
وال كولى شي ،چې خپلې ليكنې،دولس هيلې اوونيزې په لاندې ايمېل ادرسونو راولېږي: besmillahhaqmal@yahoo.com
Wolas_hela@yahoo.com