د افغان کلتوري ټولنو د جرګې خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14719
.
دخبریدو نیټه : 2007-10-08

څرنګه چې له بده مرغه پښتو ژبه د بېلا بېلو عواملو له مخې ډېره و وسته پاتې شوې او د څلور پېړۍ پخوا په څېر لاهم « بکره »  پرته ده ؛

څرنګه چې ساينس ، ټکنالوجي او نورې پوهني په چټکۍ وده کوي او هره ورځ پښتو د کلونو په واټن نوره هم شاته پاتې کيږي ؛

څرنګه چې د ګلوبلايزېشن يا نړيوالتوب زورورې څپې نه يوازې د پښتو ، بلکې د يوشمېر پر مختللو ژبو پايښت هم له ګواښ سره مخ کړی ؛

 څرنګه چې د افغانستان حکومت  لاهم د پښتو ژبې په وړاندې له خپل ملي اوقانوني مسووليت څخه اوږې سپکوي ؛

او څرنګه چې د نړيوالې تجربې له مخې دنړۍ ډېرو پياوړو ژبو او مدنيتونو د ژباړې په مټ د پرمختګ لوی ګامونه اخېستي ؛

 همدغو ټکو ته په پام سره د افغان کلتوري ټولنو جرګه د پښتو ژبې ، افغاني کلتور او مدنيت د ودې په موخه  غواړي ، د ټولو هغو وطنوالو په مرسته چې له بهرنيو ژبو څخه د استفادې وړتيا لري ، پښتو ژبې ته د ژباړې يو پياوړی غورځنګ پيل کړي .

 د افغان ک توري ټولنو جرګه  په پام کې لري  راتلونکې مياشت په کابل ښار کې د ( پښتو او دژباړې اړتيا ) تر سرليک لاندې يو علمي سيمينار جوړکړي . په دغه سيمينار کې به د ژباړې په اړه تر علمي مقالو وروسته د يوه کاري ورکشاپ په ترڅ کې پښتو ژبې ته د ژباړې پر ستراتېژۍ ،اصولو او لومړيتوبونو هر اړخيز کار وشي .

د افغان کلتوري ټولنو جرګه د هېواد د ننه او بهر له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي ، چې دسيمينار تر جوړېدو پورې  ، په همدې برخه کې خپل علمي نظريات ، وړانديزونه او مشورې د جرګې په پته راواستوي او په دې توګه  د ژباړې غورځنګ په غوره پيل کې له موږ سره برخه واخلي .

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې برېښنا ليک :

culturalassociation@yahoo.com