د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14821
هېواد
دخبریدو نیټه : 2007-10-16

د رسنيو د شکايتونو او د سرغړونو د څ يړنې د کميسيون د ١٣٨٦ کال  د تلې د مياشتې د٢٤ نيټې د سه شنبې د ورځې  د پريکړې او زموږ له  يو شمير هيوادوالو څخه د رارسيدلو شکايتونو له مخې  د بهرنۍ سندرغاړې  شکيرا کنسرت  چې تيره شپه له طلوع ت ويزيون څخه  خپور شو د اساسي قانون او د رسنيو د قانون د حکمونو پر خلاف بلل کيږي  .

درسنيو د س غړونو او د شکايتونو د څيړنې کميسيون په خپلې پريکړه کې د طلوع ټلويزيون ته سپارښتنه کوي  چې په راتلونکي کې  له دغه شان سرغړونو څخه ډډه وکړي  چې  د عدلي  تعقيب لاندې را نه شي .

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د رسنيو د اخلاقي او ټولنيز مسووليت له  اصل سره جوخت د مطبوعاتو  د ازادۍ د اصل  په بيا يادونې سره دغه خپرونې  چې د افغانستان د خلکو د معتقداتو پرخلاف دي  په کلکه غندي  او  له ټولو نشراتي ا گانونو څخه غوښتنه کوي چې  ددغه شان مبتذلو محتوياتو په خپرولو سره  د افغانستان د ځوريدلو خلکو احساسات ژوبل  نه کړي .