آه پوهاند علامه رشاد وفات شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1486
بېنوا خپرنيزه څانګه
دخبریدو نیټه : 2004-11-20

 لومړی خبر کندهار = هالنډ : ښاغلی سعيد زابلی  د عبدالله احسان سره په ټيلفون کښي ( دا خبرپه بېنوا ويبپپاڼه کښي په امريکا کي خالد هادي خپور کړ .د ډسمبر د مياشتي لومړۍ نېټۀ د ماپښين يوه بجه

بېنوا ويبپاڼي ته تر ټولو لومړی پيغام له کندهار څخه د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار د سعيد زابلي په لاس راوليږه .

 خپلي پېرزويني او خاطرې وليکئ

 دپيغامونو په کتاب کي د پيغام ليکلو پر وخت خپل نوم او ځای مه هيروئ 

 

 

په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دافغانستان بيسارى لويه او عظيمه ،علمي او فرهنګي هستي

 فاضل استاد علامه پوهاند اکاډيمسين عبدالشکوررشاد

 له دارالفناڅخه ددرالبقا پر لور وکوچيد.

روح دي يې ښاده وي

ارواښاد علامه رشاد چې نن د افغانستان په سيمه ايز وخت د غرمې پر يوه بجه د زړه د ناروغۍ له کبله  يې خپله سپڅلې ساه خپل خالق ته وسپارله جنازه به يېدجمعې پر ورځ  دليندۍ پر ديارلسمه  نيټه د ارواښاد پلرني ټاټوبي (کندهار ) ته راوړل شي او خاورو ته په وسپارل شي همدا اوس  ـ اوس په کابل او کندهار داراوښاد دوستان او خواخوږي ددوى دتدفين په چارو بوخت دي او په کندهار کې دفرهنګيانو يوه غونډه روانه ،ده چې دارواښاد دتدفين دځاى دټاکلو او نورو مسائلو په اړه يوه ګډه پريکړه وکړي .

 

 

لحده نيسه يې کرار په غيږ کې  .  يوزهره چاودى او خوږمن درسپارو

چې يي زخمونه دي دستورو په څېر . دکهکشان غوندي بدن درسپارو

 

 

دارواښاد علامه رشاد دمړينې په اړه دبېنوا فرهنګي ټولنې پيغام

 

زمانه چې پر مدار دکينې راشي  

دادب پر منارو ټکې پرېباسي

 

 نن دداسي يوه انسان دمړيني خبراورو چې دکليمې په ټوله مانا دانساني کرامت ټول ارزښتونه يې له ځانه سره لرل .

هغه انسان چې دپوهې ناپايه سمندر و.

هغه انسان چې ددرنښت يو غرو.

هغه انسان چې داخلاقو سمبول و.

هغه انسان چې دافغانيت  اسمان و.

هغه انسان چې  دانسانيت يو بيساري بيلګه وه .

هغه انسان چې دعظمت مجسمه وه .

او هغه انسان چې دښيګڼو دبيا توان يې ، بويه په ستونزو سره داسي   فکر ، ګوتې او قلم پيداشي  چې په کښې وميندل شي او لکه څنګه چې ښايي هغسي يې وليکې .

هو ! همداسي بيساري انسان مو له لاسه ورکړ .

فاضل استاد علامه پوهاند اکا ډيمسين عبدالشکوررشاد دا داسي يو عظيمه هستي وه چې دډېرو مخ  يې دنيستۍ په چپلاخه دپوهنيزو او فرهنګي څېرو مخونو شنه وي .

نن داداسي يو ه عظمت په نيستي سره ټول افغان ملت ډېر لوى ماتم پر ټغر ناست دي ، او دبينوا فرهنګي ټولنې لوى کوچنى هم دخپل يوه بيساري مهربان او عظيم علمي او مانيز پلار دبيلتون له امله تر سترګو داو ښکو پر ځاى دزړه ويني  تويوي .

ته به وايي چې الله پاک يوازې همدا موږ دغم لپاره پيداکړي يو .

دخپلو له خوا غم ، دپردو له خوا غم ، دکفارو له خوا غم دمسلمانو له خوا غم .

وژل کيږو ،  وهل کيږو .ټکول کيږو ، ورانيږو . نه دځمکې ګېډه راباندې مړيږي او نه هم داسمان خوا سړيږي موږ هرڅه له لاسه ورکړ ي دي او نن  خومو داسي څه له لاسه ورکړه چې جبران يي راته ناممکن بريښي .

دا يو طبيعي امرو ،  منلى مو دى ،خو داهم طبيعي  ده چې ديوه ډېردرانه او سنګين غم غر مو د اروا پر اوږو درېدلى دى .

دلوى الله ددربار ته لاسونه پورته کوو چې په دې غم باندې مو دزغم ملاوې ماتې نه شي او ټول افغان ملت ده د يوالي ، مينې ، ورورولۍ او پو هې الهام راکړي .

ټول افغان ملت ته په ټولنيز ډول دده ودرنې کورنۍ او يمتمې کورنۍ ته په ځانګړي توګه  دغني بادار له درباره دبيساري زغم او صبر غوښتنه کوو.

دفاضل استاد علامه رشاد صاحب اروا په فردوس جنت کې ښاده او خوښه غواړو (  امين )

 

بينوا فرهنګي ټولنه ، کندهار افغانستان

 

١١ــــــ  ٩ ــــــ  ١٣٨٣ 

 

 خپلي پېرزويني او خاطرې وليکئ

 دپيغامونو په کتاب کي د پيغام ليکلو پر وخت خپل نوم او ځای مه هيروئ   

 

د ارواښاد علامه رشاد د مړيني د خبر تر اوريدو وروسته په کندهار کي تر ټولو لومړنۍ بېړنۍ غونډه 

د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني تر خبر وروسته

په کندهار کښي بېړنۍ غونډه جوړه شوه

 

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه  کړ چې دافغانستان او سيمې ديوې لويې فرهنګي او علمي څيرې ( ارواښاد علامه پوهاند اکا ډميسين عبدالشکور رشاد ) دروند او برکتناک سيورى دافغا ن ملت ، په ځانګړي ډول علمي ا و فرهنګي کړيو له سره ليري شو .

 

انالله وانا الله راجعون

 

 فاضل استاد علامه پوهاند رشاد دروان کال دليندۍ پر دولسمه دغرمې ددولس نيمو بجوپر  مهال  دورپيښې ناجوړې  له امله  خپله سپڅلې اروا په څلورسوه بيستريز روغتون کې خپل خالق ته وسپارله ..

 

دفاضل استا د مړى به سبا ورځ دليندۍ پر ١٣ مه دکابل ښار په څلورسوه بستريز روغتون کې دهغه خواخوږو ، دوستانو دعلمي او فرهنګي  څيرو له خو ا دوروستۍ لېدنې لپاره پروت وي ، بيا به  ورپسې ورځ چې دجمعې مپارکه ورځ او دليندۍ ١٤ ـ مه  کيږي خپل پلرنې ولايت کندهار ته وړل کيږي او هلته به خاورو ته سپارل کيږي .

 

په دې  اړه نن دليندۍ پر ١٢ ـ مه  تر ماپښين وروسته په کندهار ښارکې دکندهار ښا ر  او شاوخوا سيمو ليکوالو ، فرهنګيانو او مشرانو دافغان مطبوعاتې مرکز اينه کې يوه بېړنۍ   غونډه جوړه  شوه .غونډه دقران شريف دمبارکو اياتو په لوستو سره پيل شوه اووروسته دبينوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار دفاضل استاد ارواته تر دعا وروسته وويل :" دارواښاد علامه صاحب دژوند په اړه به بيا سره ږغيږو خو اوس موږ ددې لپاره دلته سره راټول شوي يو چې دارواښاد علامه صاحب دتدفين او مراسيمو په اړه سره وږغيږو او دملګرو نظرونه واخلو .

 

ورپسې دکندهار پوهنتون دانجينرۍ پوهنځي استاد انجينر عبدالطيف اشنا په داسي  حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او خبرې يې په ستونې کې غوټه ـ غوټه کېدلې په سلګيو کې يې وويل :" ما دخبرو حو صله له لاسه ورکړې ده ، هيڅ  نشم ويلاى  ، ما چې دارواښاد دمرګ خبرواورېد داسي مې وانګيرله چې پښتو مړه شوه ، خو اوس چې زه دلته دا ځوانان وينم نو څه هيله مې پيدا کيږي چې ګوندي دده لاره به نه پريږدي ، که څه هم موږ خو نه شو کولاي چې دده تشه ډکه کړو ، خو بيا هم  بايد تا سو ځوانان لاسونه سره ورکړى او  دده ارمانونه پوره کړئ، او په ده باندې بايد تر مرګه وروسته کندهار پوهنتون منور شي ، دهيواد کلتوري ټولنې مشر واصل حسينار په دې ټينګا رکاو ه چې له کندهار پوهنتون پرته يوداسي ځاى چې ټول عام خلګ ورته ورشي بايد ښخ کړل شي ، خو نورو ملګرو په پوهنتون کې چې دکندهار ښا ر شمال ته پروت دى او ډيرښه موقيعت لري دى بايد ښخ کړل شي ، البته انجنير اشنا زياته کړه چې هلته دپوهنتون  ښى اړخ ډيرې ښې تپې ( غونډۍ ) شته  چې بايد ديوې پر سر ځاى ورته وټا کل شي ، ميرويس افغان په دې اړه وويل .په عمومي ډول موږ پښتانه ډېر بې پروا خلګ يو ، موږ زړې مقبرې او ارزښتناکې ودانۍ له ياده ايستلې او کنډواله  پرې ايښې دي، نودده پالنه به څو ک وکړاي شي ، دپوهنتون سيمه په دې هم ښه ده چې يو خو دى يو علمي څېره ده او بل دپوهنتون محصلين لا ښه دي يوه څه ددغه ډول ارزښتونو په ساتنه پوهيږي او احساس يې لري  دغونډې په وروستو شيبو کې پريکړه وشوه چې دغونډې څو تنه برخوال دې د  کندهارله  والي سره پر  اړوندو مسايلو په و ږغيږي ، سبا به بيا دغه ليکوال راټوليږي او دولايت مقام نظر به دوى ورته اوره وي ،او په دې نوموړې غونډه کې  يوپنځه ماديزه پرېکړه ليک هم تصويب شو ،

١ـ  دفاضل استاد مړى بايد په کندهار پوهنتون کې خاوروته وسپار ل شي .

٢ـ  دفاضل استاد دزيارت حريم بايد پراخه ځمکه په برکې ولري چې په راتلونکې کې داړينو ودانيو دجوړلو لپاره وکارول شي .

٣ـ  کندهار پوهنتون او شاوخوا سيمه دعلامه رشاد په نامه ونومول شي .

٤ـ  دفاضل استاد مقبره بايد په خورا عصري او شانداره توګه جوړ شي .

٥ـ  دفاضل استاد ددرنښت پر ځاى کولولپاره دې د ملي ماتم ورځ اعلان شي .

 

 

 خپلي پېرزويني او خاطرې وليکئ

 دپيغامونو په کتاب کي د پيغام ليکلو پر وخت خپل نوم او ځای مه هيروئ  

 په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني غړي او سيمه ايز فرهنګپال او فرهنګيان

د اروښاد د مړيني د خبر تر اوريدو لږ وروسته

 کندهار مېشت فرهنګيان او فرهنګپال د نه منونکي خبر تر اورېدو وروسته

 کندهار د علامه رشاد د مړيني په خبر په ساندو ساندو وژړل

 کندهار مېشت فرهنګپال او فرهنګيان

 

کابل :  د ارواښاد علامه رشاد صاحب د مړيني دوهمه ورځ

 

ارواښادفاضل استاد  اکاډيميسن پوهاند علامه  عبدالشکور رشاد د کابل په څلور سوه بستريز روغتون کښي  په ډلو ډلو افغانانو سره مخه ښه وکړه .

د هيواد د ګوټ ګوټ څخه په زرګونو تنو د پوهي اوفرهنګ مينه والو ، د ټولنو مشرانو ، د فاضل استاد شاګردانو ، عامه وګړو ، شاعرانو ، ليکوالانو ، ژورناليسټانو ځوانانو او سپين ږروبرسيره يو شمير دولتي چارواکو هم  د ارواښاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد سره دکابل په  څلور سوه بستريز روغتون کښي  وروستۍ ليدنه کتنه ، او مخه ښه وکړه . د ټولو راغليو وګړو پر څېرو ژور خپګان ښکاريده ، ډيرو برخه والو د اوښکو پاکولو هڅه کول ، خو . . .    هغوی داسي څوک له لاسه ورکړئ وو کوم چي بيا يې د جوړې د پيداکيدو تمه نه لرل . د ارواښاد پوهاند علامه رشاد مينه والو دا د ټولو افغانانو او ټول افغانستان لپاره يوه ستره ضايع بلله .

ارواښاد پوهاند علامه رشاد ته ور ستنو شويو هيوادوالو خپلي پېرزويني ،خاطرې او د استاد په اړه يادونه په هغو ځانګړو کتابونو کښي ليکل .

پر سيمه ايز وخت ماپښين درې بجې بيا هم له يو شمير ښارونو او ولايتونو څخه په ډلو ډلو د ارواښاد علامه رشاد مينه وال د دوی  د ليدلو لپاره راتلل .

له بلې خوا د کندهارکښي د بېنوا فرهنګي ټولني ، هيواد فرهنګي ټولني ، دلوی احمد شابابا علمي او ادبي مرکز ، د هلمند څخه د د بست کلتوري ټولني ، دکندهار ولايت د ايينې دفتر  او زيات شمير سيمه ايزو ټولنو او خپرونو د مشرانو اوغړو له خوا د سبا ورځي لپاره په پراخه توګه تياری نيول کيږي .

ټاکل شوې ده چي له سهيلي پښتو نخوا کوئټي ، او شاوخوا څخه په غټ شمېر فرهنګيان او فرهنګپال نن دکندهار پر خوا ستانه شوه، همدا ډول يو شمېر ليکوال ،فرهنګپال ، او فرهنګپال نن سهار د کابل نه دکندهار پر لور ستانه شوه ،   تر څو په کندهار کښي د ميشتو فرهنګي ټولنو