د نوي افغانستان جشن ته د آريانا راډيو ټلويزيون پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14945
د آريانا اداره
دخبریدو نیټه : 2007-10-24

 

 

د آريانا راډيو ټلويزيون د شبكې  كار كوونكي د جرمني په كولن ښار كې د نوي افغانستان د 260 كليزې د نړيوالې نمانځنې او  د لر او بر انټرنېټي سايت پرانستنې له امله د افغانستان شريفو خلكو، تاريخپوهانو، يكوالانو او د افغان كلتوري ودې ټولنې ته د زړه له كومي مباركي وايي.

د  آريانا راډيو ټلويزيوني شبكه نويو شرايطو ته په كتنې سره د افغانستان پر تاريخي اثارو غور او څېړنه يو ګټور ټولنيز كار او د ملي يووالي پر لور يو ګټور ګام بولي.

آريانا راډيو ټلويزيون شبكه په داسې حال كې چې د افغان كلتوري ودې ټولنې د هڅو ستاينه كوي، دوى ته د لا برياليتوبونو غوښتنه كوي.