د نوي افغانستان جشن ته د ګنج اونېزې د مباركۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14946
د ګنج اونيزې اداره
دخبریدو نیټه : 2007-10-24

 

 

د ګنج اونيزې كار كوونكي په جرمني كې د نوي افغانستان د  260 كليزې د نړيوالې نمانځنې له امله د افغانستان شريفو خلكو او افغان كلتوري ودې ټولنې ته مباركي وايي.

د ګنج اونيزه په داسې حال كې چې د افغان كلتوري ودې ټولنې د افغاني كلتور د بډاينې د نه ستړې كدونكې هڅې ستايي، اوسنيو، كورنيو او نړيوالو شرايطو ته په كتنې سره د افغانستان پر تاريخ او تاريخي اثارو له سره كتنه او غور يو ګتور كار او د ملي يووالي يوه هڅه بولي او نوموړې ټولنې ته د لا برياليتوبونو هيله كوي او د دې لار څاري چې د نوموړې غونډې اثار چاپ او مينه والو ته وړاندې شي.