د نوميالي شخصيت ډاکټر علي احمد پوپل د مړينې له کبله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1495
دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه جرمني
دخبریدو نیټه : 2004-12-01

 

 د ٢٠٠٤ کال د نومبر ٢٦

جرمني ، د کولن ښار

 

 

 

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شولو چې د افغانستان د پوهنې ځلنده څېره او د وطن د معارف يو نوميالی خدمتګار ډاکټرعلي احمد پوپل د جرمني د اسن په ښار کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد ډاکټر علي احمد پوپل  په افغانستان کې د نوي او عصري  معارف له هغو مخکښو خدمتګارانو څخه و چې په ډېرو پېچلو حالاتو او شرايطو کې يې د وطن د بې وځلو بچو د ښې روزنې لپاره بنسټيزې هلې ځلې وکړې . د هغه په پاملرنه د لومړي ځل لپاره په کابل ښار کې په پښتو ژبه د زده کړې دوه لېسې جوړې شوې او قبايلي  او د هېواد دلېرې پرتو سيموکوچنيانو او ځوانانو د دې امکان پيدا کړ چې د خپل هېواد په پلازمېنه کې په خپله ژبه زده کړې وکړي . د دومره اوږدو کلونو په دوران کې د اولس دغه حق ته بيا کومه اساسي توجه ونه شوه او په پلازمېنه کې بل داسې ښوونځی تر اوسه پورې ﻻ نه دی جوړ شوی .

 

هغه د افغانستان د ټولو سيمو او د ټول افغان اولس د بچو متوازنې ښوونې او روزنې ته خپله عمده پاملرنه ورواړوله او په دې توګه يې د افغانستان د پوهنې د ودې په تاريخ کې خپل نوم په زرينو کرښو وليکه .

 

د وطن د دغه حقدار خدمتګار يادونه به د وطن د ربښتينو بچو په يادونو او د هېواد د تاريخ په حافظه کې د تل لپاره ژوندي وي .

هغوی ته له لويه خدايه دفردوس جنت  هيله کوو، کورنۍ او د هېواد دمعارف له ټولو منسوبينو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولو .

 

په درناوي

 

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه