د اطلاعاتو او کلتور وزارت د امن ګډه مشاعره جوړوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15119

دخبریدو نیټه : 2007-11-04

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پتېيلې ده چې د روان کال د نومبر مياشتې په نيمايي کې د امن  ګډې مشاعرې په نوم په کابل ښار کې يوه لويه او شانداره م اعره جوړه کړي.
په دې مشاعره کې به د افغانستان د سويلي، ختيزو او مرکزي ولايتونو پر شاعرانو سربېره د پېښور او کوټې شاعران هم ګډون ولري. نوموړې مشاعره د امن ګډې جرګې په تعقيب جوړيږي،  د ډيورنډ  کرښې په دواړو غاړو او جنگ ځپلو سيمو کې په پرتو قومونو او قبايلو کې د سولې او امن روحيه پياوړې کړي. 
د مشاعرې په پاى کې به د ټولو ګډونوالو شاعرانو له لنډې پېژندنې سره مل د هغوى د امن په اړه شعرونه په کتابي بڼه، ښکلې کچه او صحافت چاپ شي. همدا راز  د مشاعرې په پاى کې  به ښکلي شعرونه  د افغان اصيلې موسيقۍ په تالونو کې د  سندرغاړو له خوا کمپوز او سندريز شي.
ټول هغه درانه شاعران چې په دغه مشاعره کې د ګډون هيله ولري او د امن په اړه شع ونه ولري، کولى چې په لاندې پته له موږ سره اړيکه ټينګه او د خپل راتګ ډاډ راکړي.

يادونه: د شاعرانو د تګ راتګ ټول لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي.
h.n@moic.gov.af
Hameednasary@yahoo.com
Provincial.nccc@gmail.com
700989696(0093)
700221340(0093)