د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتى اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15161

دخبریدو نیټه : 2007-11-06

په ولسي جرګه کې د خلکو د شپږو تنو وکي انو  او د بغلان ولايت د ښوونځيو  د يو شمير زده کوونکو ،ښوونکو او د نورو بې ګناه خلکو د مظلومانه شهادت له امله ، د افغانستان اسلامي جمهوريت د هېواد د دښمنانو له خوا ددغه تروريستي  عمل د غندلو په ترڅ کې درې و ځې عمومي ماتم اعلام کړى دى .
 له دې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له  ټولو  صوتي او تصويري  سنيو  څخه غوښتنه کوي چې دغه ملي مصيبت ته په پاملرنې سره خپلې خپرونې   عيارې کړي چې د شهيدانو د روح د خوشحالۍ  او د پاتې کسانو د ډاډ ګيرنې سبب شي او په دې اړه خپل ملي او اسلامي  رسالت  ادا کړي.