تیره ورځ (دلړم 24) په هلمند کی د ازادو ژورنالستانو ټولنه د یو لړمراسیموپه ترڅ کی پرانستل شوه ، دغه ټولنه چی د جنګ او سولې راپور ورکولو ادارې ( اى ډبليو پي آر) د مركز په ٣٠ زره ډالره مالي لګښت جوړه شوې ده ،هڅه او کوښښ به یی په نوموړی ولایت کی د ژورنالستانو په مخکی د پروتو ستونځو حواری وی .
نوموړی غونډی ته د هلمند والی ، دسولې اوجنګ دانستيتوت مشرې جين مكينزي ، د ژورنا يستانو د نويې اتحاديې مشر ميرويس پاڅون اود هلمندد اطلاعاتو او كولتور رييس جانګل خبری وکړې .
د یادونی وړده چی د نوموړي اتحادیی د ریاست لپاره څه موده وړاندي ازادي ټاکنی تر سره سوی وې چی د ریاست لپاره یی ، میرویس پاڅون ،الیاس داعي او سلطانی کاندیدان ول چی په پایله کی یی میرویس پاڅون د ډیرو رایو په وړلو بریالی سو .