احتجاج ليک:نعيم فراهي بایددپښتنوڅخه بخښنه وغواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15416

دخبریدو نیټه : 2007-11-22

ټولو غيرتم نوپښتنو قبايلو ته د نعيم فراهي د ستر توهين په اړه
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنود ګډې جرګې احتجاج يک

22 نوامبر ، 2007
جرمني   ،  د فرانکفورت ښار

په ډېرې خواشينۍ سره مو څو ورځو مخکې د او سي جرګې د غړي نعيم فراهي هغه خبرې د اريانا تلويزيون له لارې واورېدې چې د ډيورنډ له تپل شوې کرښې ها خوا د ټول پښتون اولس په هکله يې څرګندې کړې . هغه وويل چې  :
(( د افغان اولس ټولې بدمرغۍ د پښتنو قبايلو له لاسه دي !!! ؟؟  او هغوی ټول د القاعده غړي دي !!!؟؟ ))
افسوس په داسې خبرو ! افسوس پر داسې افغان ! پر داسې پښتون چې  يو وی اولس ته چې د اوږدو مبارزو او سرښندنو تاريخ لري ، داسې توهين کوي .
موږ نه غواړو چې د نعيم فراهي د خبرو په اړه زياته تبصره وکړو ، د هغه د خبرو ناسمۍ ، ټولو پښتنو ته د هغه  توهين ،  او د هغه د سياسي تړاو او اوسني دريځ په اړه ټولې خبرې هېوادوالو ته څرګندې دي، موږ يوازې غواړو همدومره ووايو چې  د دا ډول کسانو څ ګندونې يو ستر او باتور اولس  نه شي سپکولی ، خو د باتور اولس په هکله داسې خبرې خپله ويناوال لکه د بڼکو په څېر سپکوي .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو  ګډې جرګې ته د ټولو هېوادونو د خويندو ټولنو احتجاجونه ، د جرګې تر مرکزه رارسېدلي او موږ يې دا دی له خپلو ټولو هېوادوالو سره شريکوو او د نعيم فراهي دا ډول بې مسؤ يته  څرګندونې له خپل اولس سره ستره دښمني ګڼو.
هغه بايد له خپله اولسه بښنه وغواړي او که يې خپل اولس وبښي ، بايد د خدای (ج)  شکر پر ځای کړي .
اولسونه چې سند وبله وکا
پاچاهان ورته سجود کاندې اختيار
موږ د افغانستان له اولسي جرګې هم په درناوي هيله کوو چې يو لوی اولس ته د توهين له کبله دغه وکيل وپوښتي اوله قانون سره سمه جزا ورکړي .
په درناوي
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه