دخوست ولايت كې حيرانوونكى غاښ پيداشوى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15434
شمس
دخبریدو نیټه : 2007-11-23

دغه غاښ  ۲۹ سانتي متره اوږدوالى ،۲۱ سانتي متره سور،نهه سانتي متره پنډوالى او پنځه كيلووزن لري .
نوموړى غاښ ددې ولايت دكونډيوسيمې دووتنو اوسيدونكيو حاجي حكيم اوحاجي تورنېږدې اووۀ كاله پخواديادې شوې سيمې په يوه تاريخي زېرمه كې پيداكړى اوځان سره يې ساتلى ؤ،دوى دغه حيرانوونكى غاښ په 2007-11-22 نېټه دخوست ولايت موزيم ته وسپارۀ چې اوسمهال ددې ولايت داط اعاتوكلتورپه موزيم كې دى  .
لرغون پوهان وايي چې دادداسې يو ژوي غاښ دى چې نسل يې دپېړيوپه تېريدوسره په ب پړډول له منځه تللى اوښايي چې زرګونه كاله پخوايې دځمكې په سرژوندكاوۀ .
په تېرامارتي پېركې هم دخوست ولايت دكونډيوپه سيمه كې څوتاريخي زېرمې څرګندې شوې وې چې دوخت واكدارانوڅوك نېږدې نه ورپرېښودل اوهغه مهال چاته داما ومه نه شوه چې په زېرموكې څه شى وو .