( پښتو او د ژباړې اړتيا
سيمينار ) چې د جمعې په ورځ کابل کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې او پښتو نړيوالې مرکې له خوا جوړ شوی و، د همدې
جرګې له خوا د سيمينار په ترڅ کې د افغاني فرهنګ دوه خادمانو ته د سرو زرو مډالونه ورکړل شول. لومړی د مشهور
ناورويژي پښتوپوه ګيورګ مورګنسترن په نامه ( دافغان کلتور ژباړن ) د سرو زرو مډال د استاد نصرالله حافظ
په لاس نوميالۍ افغانستان پېژندونکې ( نانسي دوپري ) ته ، چې نړيوالوته د افغان ولس ، کلتور او تاريخ په و
پېژندلو کې يې د قدر وړ هلې ځلې او څېړنې کړي ، ورکړل شو ، دويم د لومړني( معلوم ) پښتون ژباړن ابومحمد هاشم
سرواني په نامه د ( غوره ژباړن )د سرو زرو مډال د سعودي عربستان دسفارت مشاور په لاس ښاغلي محمدزبير شفيقي ته
، چې تر دېرشو زيات آثار يې پښتو ته ژباړلي ، ورکړ شو. همدارنګه دعربستان سعودي سفارت ښاغلي زبير شفيقي ته د ق
ان پاك يو ځانګړى قيمتي سيټ ډالۍ كړ.
د يادونې وړ ده ، چې افغان کلتوري ټولنو جرګه به هر کال د افغان فرهنګ
دوه غوره خادمانو ته د سرو زروياد شوي مډالونه ډالۍ کوي .