جرګه ډاټ اورګ www.jarga.org د هغې کلتوري، علمي او ادبي وېبپاڼې نوم دی ، چې د جمعې په ورځ (پښتو او د
ژباړې اړتيا ) د سيمينار په بهير کې د استاد محمد آصف صميم په لاس د يوې تڼۍ له کښېکاږلو سره پرليکه شوه.
دغه وېب پاڼه ، چې زياتره کلتوري مسايلو ته ځانګړې شوې ده د ( ژباړه ) ، ( مورنۍ ژبه ) او ( ولايتي جرګې ) په نامه
درې غټې کړکۍ لري . وېب پاڼه ، چې اوس تر کار لاندې ده په نږدې راتلونکې کې د بېلابېلو کلتوري ټولنو او ستاسو په م
سته به ډېره غني شي .
د يادونې وړ ده ، چې افغان کلتوري ټولنو جرګه په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې د ژباړې
په نامه يوه مهالنۍ، چې يوازې به ژباړو او د ژباړې په اړه موضوعاتو ته ځانګړې شوې وي ، راوباسي
.